پندار نو

هل تريد التفاعل مع هذه المساهمة؟ كل ما عليك هو إنشاء حساب جديد ببضع خطوات أو تسجيل الدخول للمتابعة.
پندار نو

سایت مستقل و غیر وابسته به احزاب و گروه های سیاسی


    واک او واکداران

    avatar
    admin
    Admin

    تعداد پستها : 7126
    Registration date : 2007-06-20
    20121206

    واک او واکداران Empty واک او واکداران

    پست  admin

    سیاسی تفسیر
    د پوهندوی داکتر محمد طاوس وردک په قلم
    تر هر څه نه دمخه غواړم وطندارانو ته مخصوصا هغو ته چې دیره کمه مطالعه لرې دغه دوه یو بل ته نژدې او مربوط اصطلاحات تشریح او واوروم ، خو مخکې له دی نه غواړم دتاسي توجه د نړۍ په مخ دهیوادونو دواک او واکدارۍ په هکله ځنې سرسرې معلومات تاسې ته وړاندې کړم .
    دنړۍ په مخ ډیر کم هیوادونه شته چې هلته وطن دیوه چا وی او واک ېې دبل چا سره وي لکه چې
    وطن می خپل واک ېې دبل دی پټې خولې به تویوي وطن پلورونکي
    بلې زما دهیواد هوا او مځکه دبل په واک کې ده زموږ کرزۍ او دده کابینه د افغانستان واک نه لری او همدا وجه ده چې امریکا زما عزیزان ، زما وطنداران په مردکو ، بمونو او طیارو بمباردوی وژني او مړې ېې کارکان او کرګسان شغالان خوري ،کورونه ېې په خمپاره ویشتل کیژي او په خپل هیواد کې ددوی زندانونه زموږ په خلکو ډک دي تاسې دروسانو یوزندان لیدلۍ وو ، په کورو چاپې وراچوي کالي او صندوقونه ورته بادباد کړې زموږ تورسرې بیستره کوي چې دغه په مجموع کې زموږ دخلکو بې ستري ده او همدا وجه ده چې موږ واکدار نه لرو ، څشتن نه لرو ، غمخور نه لرو
    که انسان په یوه شي پوه شي چې( مخصوا دافغانستان انسان ) چې ولې دغو نړۍ ته او دکوم ماموریت له پاره راغلي یم او په دی هم پوه شي چې که هرڅومره ناداره او غریب هم وم او یا ډیر لوی ملیاردر او سرمایه دار هم وم بل اخره یوه ورځ مړ کیژم او هرڅه رانه پاته کیژی او ژوند فقط دیوه تیاتر سره مقایسه کړې چې یوه صحنه تیریژي او بله صحنه را ځي ، ژوند هم دهری ورځې په تیریدو بدلون مومی او انسان مخ په خوړ روان وی ګویا کښته ځي او ټوله دژوند دایره یا حلقه که په هندسي اشکالو هم ترسیم کړۍ تر ۱۲۰ کالو نه زیاتیژي چې تر ۸۰ کالو وروسته ژوند کوم ماهیت نه لري او انسان دفیزیکي او روحي حالته ضعیفیژي عضلات ېې اوبه کیژي نو انسان چې ډیر تپ او تلاش کوي د اولادو په خاطر دراتلونکي نسل په خاطر جدوجهد کوي او دا ښه کار دی تر څو نسلونه له منځه لاړ نه شي او د ژوند تداوم تل تر تله دنړۍ په جاویدان پاتې شي ، زما مطلب دادی چې دنړۍ هیوادونه د خپلو نسلو د ژوندي پاتیکیدو په خاطر ځان پیژني او پیژندلای دی او پوهیژي چې زه زه یم ، ته ته ېې ته په ما تیرۍ نه شې کولای او زه دتا تجاوز نه شم ځغملای نوځان ته واکدار د خپل حریم او خپل چاپیریال وايي ، که هر څوک تر خپل حریم او چاپیریال تیرشو نو هرومرو تر تهدید او فشار لاندې راځي او محیط ورباندې دنورو زرورو له خوانه تنګیژي او هغه وخت یا باید میدان پریږدي یا باید تر اخره مقاومت وکړې او میدان یوسي او خپله واکداري تثبیت کړي .
    چیرته چې میړونه وي هلته کورونه وي ، خو زموږ میړونه نن سبا تر ښځو نه هم ډیر نرم او ښځینه خویه شول دلیل ېې دادی چې اصلی وینه بدله شوه ( ډی ان آې ) تغیر وکړ اصله وینه نن ډیره کمه د افغانانو په وجود کې بهیژي ، هغه وخت چې خواړه ، هوا ، اوبه ، محیط او بل اخره چاپیریال زموږ په نیپشتو او پلارونو پورې اړه درلوده هغه وخت پاکه وینه او پاک افغانان دوطن نه جاریدل ، قربانیدل او شملې ېې هر چیرې جګې معلومیدی ، نن دشملو په ځای ( پکول ) هغه شکور چې د سلطان سکندر مقدونی سربازان موږ ته په چترال کې را پاتې شو او د سکندر قوواوی زموږ دباتوره نیپشتو له لاسه ماتې وخوړه لکه په ځپله سکندر چې خپلې مور ته په یوه لیک کې نوشته کوي (( مورې تا نړۍ ته یو قهرمان او زړه ور زوی وړاندي کړۍ وو خو نن چې زه په افغانستان کې دافغاني سربازانو مقاومت او سرښندنه وینم دوی هر یو تر ما نه زړه ور او قهرمان دی ، دوی تر څو مړه شوي نه دي سنګر نه پریږدي او حتي چې مرمي ېې خلاصي وی د برچې په څوکه او مشت او یخن هم جنګیژي )) دغه دتاریخ د پانو نه یوه خبره وه چې زموږ د شازلمو نیپشتو په هکله می تاسې ته وړاندې کړه ، هوکې نن هغه میړانه ، هغه غیرتونه ، هغه زړه ورتوب نه دی پاتی اګرچې هماغه هوا – هماغه اوبه – هماغه وطن او هماغه ماحول او محیط دی او هنوز شرایط دژوند ډیر نسبت هغو وخت ته ښه شوي دي ځکه نن خلک سیواد لری – دڅښاک پاکې اوبه لرې – کلینیک او شفاخانه لري – لکس کورونه ، برق او ګاز لری تلویزیون او رادیو لري او ډیر نور ولې وینه حرامه ده وینه بدله ده ، وايي یوه ورځ حضرت پیغمبر دیوې کوڅې نه تیریدو او دده عادت وو چې اول خلکو ته سلام واچوي خو دلته نا څا په ( یوه هلک چې دیوه دیواله خواته پټ وو ورته ورټوپ کړل او ورته ېې وویل اسلام علیکم ای حضرت محمده ، ده مبارک ورته وویل وعلیکم وسلام ای حرامی ) نو په دغو وخت کې صحابه کرام چې دده ملګرتیا ېې کوله ورنه وپوشتل چې څه پوهیږي چې ددغو هلک مور دبل چا نه دغه هلک زیږولي دی ، ده ورته وویل نه خیر زما خبره د حرامی نه مقصد داوو چې ددغو هلک مور حرام خواړه خوړلي وو او دهغو خواړو نه دغه نطفه منځ ته راغلې ده ، ددغو مستند خبر په یادولو زه نن وینم چې زموږ نسلونه دحرامو خواړو په نطفه را لوی شوي او هغه احساس ، وطن دوستي ، احترام ، پوهه ، غیرت ، چې دحلالې روزۍ وو هغه په حرامه خواړو کې نشته او له همدی خاطره نني ځوانان او خلک دوطن داری او حریت او ناموس دارۍ په ستلو کې پاتې راغلي او د واک او واکدارۍ په مفاهیمو که پوهیژي هم خو ورته هیڅ اهمیت قایل نه دی اوس درته لیکم چې واک څه ته وايي ؟
    واک یا اختیار دوې مترادفی کلمی دی : - یعنې د ځان – ښځې – اولادو – کور – کورنۍ – کلي – ولسوالۍ – ولایت – وطن اصیل څښتن ،اختیار دار ته واکدار ویل کیژي چې هیڅوک ، هیڅکله ، هیڅ وخت ، تر هیڅ نوع شرایطو ، او تهدیداتو ، مجبوریتو ،فشارو ، لاندې را نه شې او هیڅ کوم اهریمن – خونخوار – قاتل – زبیښاکګر- امپریالست ـ نیوکلونیالست – تروریست – مرتجع – اخوان – کمونست – دینداره او بیدینه ته تسلیم نه شي دغو ته وايي واکدار ، چې متاسفانه د داود خان وروسته موږ دواک خاوند او واکداران له لاسه ورکړل او تر ننه هم اصلی واکداران زموږ په خوار ،بیوزله ، بیسیواده ، مریضو ، بیکاره ، ترتهدید او فشار لاندې افغانانو کې نه لرو او نه دي پیداشوۍ که غواړۍ چې ډیر ژر ځاونه واکداران او دخپل هیواد او خلکو واکمنان شۍ نو سر له ننه مټې را ونغاړۍ او را میدان ته شۍ او په یوه او بل اعتماد وکړۍ ځانونه ددغو مظلوم هیواد واکداران او خاوندان کړۍ ، داسې بیچاره ، بیوزله ، ترتهدید او فشار لاندې او بی خاونده بې کسه او بې خسه مخلوق ما بل هیڅ ځای نه دی لیدلای لکه نن ېې چې په ګران وطن افغانستان کې وینم ، زه یقین لرم چې یوه ورځ به دیوه ځایه سر راپورته کوي او دغه مظلوم افغانان به له دغو خونړی ناورین څخه خلاصوي خو مهمه خبره داده چې ولې سباته ، ولې جبر دتاریخ ته او ولي منتظر ووسو راځۍ همدا نن خپل ځانونه دخپل هیواد واکداران کړو مخصوصا په راتلونکو انتخاباتو کې واکمن افغان ته رایه ورکړي هغه چې امتحان شوې بیا ېې بازی مه خورۍ،امین
    مُشاطرة هذه المقالة على: reddit

    لا يوجد حالياً أي تعليق

      مواضيع مماثلة

      -

      اكنون الجمعة 3 مايو 2024 - 3:11 ميباشد