پندار نو

هل تريد التفاعل مع هذه المساهمة؟ كل ما عليك هو إنشاء حساب جديد ببضع خطوات أو تسجيل الدخول للمتابعة.
پندار نو

سایت مستقل و غیر وابسته به احزاب و گروه های سیاسی


    غرب د خپلې ماتی پړه په کرزي ور اچوی

    avatar
    admin
    Admin

    تعداد پستها : 7126
    Registration date : 2007-06-20
    20121201

    غرب د خپلې ماتی پړه په کرزي ور اچوی Empty غرب د خپلې ماتی پړه په کرزي ور اچوی

    پست  admin


    غرب د خپلې ماتی پړه په کرزي ور اچوی
    نه کل بماند نه کدو ، خاک بر سر هردو
    لیپشتکي : دکتور طاوس وردک لندن د دسامبر لومړۍ نیټه ۲۰۱۲کال

    غرب د خپلې ماتی پړه په کرزي ور اچوی RTEmagicC_Tawaz_Wardak_03.jpg
    دافغانستان خلک د مجاهدینو د حکومت داری په موده کې همیشه تل د بی کفایته ، بې مسولیته بې سیواده او بې مسلکه چارواکو د عملکرد قربانی شوی دی ، آخر ولي زموږ خلک یوازي په ډودي خوړلو پوهیژي او دژوند او زندګۍ په شخصي ، اجتماعي کلتوری او فرهنګي مناسباتو هیڅ اګاه نه دي، په سر ددې چې یو علت ېې د بیسیوادی دی خو بیا هم سوال دادی چې اقلا په دی خو پوهیدلای چې زموږ حکومت په دغه ۱۱ کالو کې( کارا ، پروفشنل ، تحصیلکرده ، وطن پرسته ، حلیم او برده باره ) کسان په ادارو کې ولې و نه ګمارل او تر څو به خلک ددغو رشوتخورو، غلو تالانګرو، مزدورو، او د پاکستان ، ایران او عربستان حلقه به ګوشه زنجیری غلامانو دلاسه هره ورځ قربانی ورکوي ) او تر ننه ېې د افغانانو په درد نه دی خوړلي ،دبلی خوانه همدا بې کفایته چارواکي سبب شول چې ددوی شریک او خاین اشغالګر غربي هیوادونه بیرته خپلې ګناوی او ناکردې اوخیانتونه بیرته د مجاهدینو په حکومت ورواچوی ((چې ګویا موږ (غرب) هیح نوع مسولیت نه درلودو او نه ېې لرو ،په داسې حال کې چې موږ پوهیدو او لوستي مو وو چې په طول دتاریخ کې غرب اشغالګران ،زبښاک ګران، چپاولګران ،استعمارچیان ، رشوتخوران ، ددیموکراسۍ تر نامه لاندی د سوټه کراسۍ غوشتونکي هیوادونه وو او دی( د ستراتیژیک تړونو لاسلیکول څه معنی لري ) ولې ددغو تړونو په اساس د افغانستان په وړاندې د پاکستان –ایران او عربستان بربند تجاوز او تیري مخه نه نیسي که ېې نه نیسي نو زموږ وسله وال پوځ د تر غاښو په مدرنو وسلو سمبال کړي چې موږ دشمن ته وروشیو چې ( هو ایز هو ) مګر په تاسف سره وینو چې دوی اول زموږ حکومت دداسې کسانو نه جوړکړی چې همیشه بلي صاحب او اغا بلی وي لکه دکرزي بیسیواده غیرمسلکی وزیران او مشاورین او نن هر څوک وینی چې یو وزیر نه د مقام او نه د وظیفی لیاقت او اهلیت لری او نه پوهیژی چې څه وکړی قوارې ېې هم ورته نه دي حتی په دی هم نه پوهیژي چې غرب (هم ېې راباندې کوي ، هم ېې راباندي مقرروی ، هم مو بدناموي او هم ېې را باندې پاکوې ) دوی ، غربیان هم ګل کوزه او هم کوزه ګران دی ، دوی هم کارفرمایان دی او هم منکر کسان ،هم زموږ وطنداران په جنګ اچوي او هم دوی بیا صلحه زموږ تر منځ کوي ، لکه همدا نن د کرزی دحکومت او دطالبانو تر منځ ( غله ته وایی دکور خاوند ویښ دی او دکور خاوند ته وایی غل دره غۍ ) همدا غرب وو چې دیوې مخکې له مخکې سنجول شوې توطیی او اپراتیفی خاینانه بازۍ وروسته د مجاهدینو مخصوصا دشمال (( تلوالې په مرسته د طالبانو رژیم را نسکور کړو او په ډیره ناځوانمردانه توګه ېې د طالبانو او خاصتا پشتنو زلمیان تر دوو زرو نه زیات په کانتینرو کې تیربازان او بیا په حیرتانو کې نیمه ژوندی په خاورو ننه ایستل فلمونه ېې په ( یو ټوب سایت کې ووینۍ ) او هغه رژیم یعنی دطالبانو رژیم چې همدي امریکا په رسمیت پیژندلای وو په خپله د القاعدی تر نامه لاندې بیرته را نسکور کړو ګویا دغه غربیان نه دین لري ، نه مذهب لري ، نه قول لري ، نه په وعده ولاړ خلک دي )) غرب په راس کې امریکا دثور انقلاب د اوومی وروسته په بیسیواده افغانانو او په راس کې ېې په مداری دغو پنځلسګونه تنظیمی په نامه اسلامی ګوندونو رهبرانو دترقی او تمدن ارابه قصدی برګ کړه او دروسانو نه ېې د ویتنام انتقام واخیستو ، روسانو هم عین دوه مخۍ ناولۍ سیاست چلولو هم ېې انقلابی ته ویل چې مجاهدین دترقۍ او تمدن دشمنان دی او دغو ته بسمچیان ویل کیژي او هم ېې مجاهدینو ته ویل دا وارې موږ تاسې ته سیاسي قدرت درکوو ټول حقایق زما په هغو کتاب کې چې(( بې ستري مرد افغانستان نومیژي )) ولونۍ ، نو له اوله امریکا او ۲۷ غربی هیوادو په وار وار تاکتیپشته بدل کړي او ډول ډول توطیی ېې دننه په افغانستان کې په خپله مزدورو افغانانو باندې عملي کړي دی او زموږ افغانان دتاریخ په اوږدو کي د دوو شیانو دتر لاسه کولو په خاطر تر ناموس هم تیر دی او هغه ((شنې ډالرې او سره پونډونه- او دوهم مقام او چوکۍ )) دي، که په چا بده لګیژی او نه وې تابع شوي او دغه دوه شیان دوی نه وې غوشتي زه دهغو نه بخشنه غواړم ، خو دغه ۳۲ کاله زه ژوندۍ شاهد او دنظام دننه او بهر وینم او لیدل می چې زموږ مشران ، سپین ګیرې ، غټ خیټي شیخان روحانیون ،ملان او ملکان بایان او خانان او دخلیفه صاحبانو کرړې او دهزاره طایفی سیدان ) د خلکو رسمي نمایندګان وو او د افغانستان خلک ېې دخپلو ناولو امیالو په تر لاسه کولو د پاکستان –ایران او غرب د فرمان په تطبیقولو سره د خاورو خمیر کړل او دغه کار همدا نن ادامه لري ، په رڼو سترګو ورته ګوري چې غربیان هم تعینات کوي هم پس کو او پیش کو فرمانونه صادروی ، هم رشوتخواره او غله او مافیا روزي او وسلې ورکوي او بیا واېې دافغانستان حکومت اداره نه لرې ، اقایون موږ خره نه یو – بې سیواده نه یو - احمق نه یو – تر تاسې هر یوه نه موږ ته د افغانستان خلکو ته د صلحی راوستل، هیواد مخ په ترقۍ رهبری کول ، وسله وال پوخ جوړول ، تعلیم او تربیه ورکول ، دشمن تاراو مارول – بیکاری لغو کول ، دښځو حقوق تامینول – دیموکراسي راوستل ، دهمسایه ګانو سره مناسبات ساتل خلاصه موږ داسې سیاسیون – متخصص وطن پرست کسان دافغانستان دننه او بهر لرو چې تاسې ته درس درکولای شي ، خو په ډیر تاسف چې تاسې دیوالونه – موانع – ماینونه –تهدید- بندیګرۍ – تفرقه اچونه – زموږ په داخلی چارو کې لاس وهنه تاسي ایجاد کړي او تنظیموۍ ېې ، تاسې ېې رهبری کوۍ او دتاسې په فرمان په کرزی او دغو نابکارو خرڅ شویو وزیرانو ېې عملي کوۍ زه وایم چې زموږ خلک تر اوسه دین نشه کړي او هر وخت چې ددوی نشه والوته هغه وخت دوی خپل دشمنان پیژندلای شي او هغه وخت یو اوبل په غیږ کې نیولای شي او یو مذبوط هیواد یو قوی ملت جوړولای شي چې نن ېې متاسفانه نه لرو ((ایا تاسې طالبان بمبارد نه کړل او دسته جمعی مو په خاورو ونه منډل – ایا تاسو بیرته طالبان په مختلفو ګروپو تقسیم نه کړل ؟ امریکایی طالبان ، انګریزي طالبان ، فرانسوی طالبان ، جرمنی طابان ، کانا ډایی طالبان ، او پنجابی او ایرانی طالبان او بیامو په خپلو طیارو کې وسلې ورته اکمال نه کړې خپله کرزۍ وایی چې نامعلومه طیارې دشپې لخوانه کندز ته اکمالات کوي – شیګل درې ته مو وسلې طالبانو ته په هلیکوپترو کې اکمال نه کړي ؟ دیوه سره دوه مخۍ سیاست روان دی ، په واروار حکومتی چارواکو ویلي چې موازی اداری زموږ د ترقۍ او سالمې اداری مانع کیژي ، خبرنګاران مو اجنتوري او استخباراتی وظیفی اجرا کوی اوافغانی خبرنګارانو چې دتاسې جرړي ېې افشا کولی ونه وژل ؟لکه د ویکي لیکس نامتو خبرنګار چې دتاسې دتهدید له خاطره نن هم په لندن کې د ایکوادور په سفارت کې پناهنده دی ؟ نو تاسې ولې د دیموکراسۍ او قلم دازادۍ ناری وهۍ ، همدارنګه هماغه طالبان چې تاسې ووهل ، زخمی موکړل ، بندی مو کړل ، په تورو لستو کې مو نامنویس کړل او دګوانتانامو جیل ته مو هواله کړل نن مو د یوې خطرناکې او ناولي سیاسي معامله ګرې او توطیه ګرې بازی په خاطر هم دتور لسته وایستل او هم مو دزندانو نه خوشي کړل ،او دوی مو بیرته مذاکرو ته را ونه غوشتل او پیسې ، وسلې ، دفاتر مو د قطرد شیخانو دغو خاینو عربی هیوادو په رهنمایی په دوبۍ او قطر کې ورته پرا نه نیستل ؟ ایا تاسې ددوی په واسطه، یورانیم ، هیرویین ، تریاک او چرس دخپلو هیوادو له پاره اکمال نه کړل – ایا تاسې زموږ فولادی قشلي او تعمیرونه ونه نړول او په ځای ېې کاغذي بارپشته جوړ نه کړل تر څو دیوی خوانه د یوه توپ د فیر په واسطه مکمل یا اور واخلي یا وران شي او هیڅ ستر اخپا ونه لري ، لکه د هرات ۱۷ فرقه – لکه دقرغې ۸ مه فرقه ، لکه دریخورو اومه فرقه لکه قوای ۴ زرهدار په پلچرخی کې وامثالهم ، ایا تاسې زموږ معادن شخصي نه کړل او خپلو مافیایی شریکانو ته مو ور په نامه نه کړل –ایا تاسې کابل بانک دستوری متلاشی نه کړو ؟ تاسې مشورې ورکولې چې په دوبۍ کی سرمایه ګذاری وکړۍ او لوی لوی څو منزله بلاپشته جوړ کړي او فابریکې جوړی کړۍ وایی داستاد ربانی دغوړیو فابریکه په دوبۍ کې شهرت لري او دمارشال فهیم – ورور او د کرزی دورور محمود خان کرزی او شیرخان او فیروزی فابریکات او بلدڼګونه دغه دتاسې توطیه نه وه ؟ او نن بیا دوی ولې محاکمی ته نه کش کاږۍ ، که یو غریب په یو کیلو چرسو ۲۰ کاله بندی کیژی نو ولې محمودخان کرزی په ۵۰۰ ملیونه او د مارشال فهیم ورور د ۳۰۰ ملیونه ډالرو په اختلاس نه اعدامیژي اخر اقای کرزۍ او مارشال صاحب ددوی په وروڼو نه خجالت کیژي ، ایا تاسې زموږ دهیواد له پاره کومه لویه فابریکه – کوم لوی دبرق بند جوړ کړو ، همدا تاسې دغه بدمرغه دصلحې شورا جوړه نه کړه او ددغو شورا واکې مو بیا بیرته ( قاتلینو غلو – مافیا – چپاولګرانو او رشوتخورانو ته ورنه کړې ) ګویا تاسې د افغانی پسو په سر لیوان پړانګان چوپانان مقرر نه کړل او دغه چوپانان هره ورځ ستاسې په بمباریو په ۱۰۰ هاوو افغانان نه وژني او دوی په خپله نن یوه ته سبا بل ته توطیه جوړوی او یکه یکه ېې وژني ، زه درته وایم اقایون پسو لطفا بیرته خپل ماضي ته ( پشتو او افغانیت ته ) رجوع وکړۍ او لکه په تاریخ کې چې ستاسې غورنیپشتو کارنامی ثبت کړې وې تاسې د انسان په حیث تاریخی کارنامی ثبت کړۍ او د پسه پوست له ځانه لرې کړۍ ،او دزمري پوست واغوندۍ ،او دا خو معلومداره خبره ده چې غرب دخپل ګریز له پاره باید یوه لاره پیدا کړۍ او هغه دا چې افغانې سربازان او څارندویان خارجیان وژني بهانه کوي خو یو شۍ در ته وایم چې که روسانو افغانستان اشغال کړۍ وو خو په زرهاوو افغانی محصلین (هلکان او نجونی) ېې په خپلو پیسو په شوروی او ټولو سوسیالستي هیوادو کې تربیه او د افغانستان له پاره وروزل او لوې پروژې ېې افغانستان ته د ببرک کارمل تر رهبری لاندې جوړې کړې مګر نن ایا امریکا – انګریز – فرانسې – جرمنی وغیره څو تحصیلی برسونه زموږ محصلینو ته ورکړي دی ، غرب په خپله نن دومره بیکاره او سوالګران لري چې تاسې ېې شمیره نه شۍ نیولای او دوی دیوه مالی بحران سره مواجه دی له همدی خاطره د افغانستان څځه وزي او تښتي داسې نر نشته چې ځان افغانانو ته ټینګ کړي علتونه ېې نه لیکم ، دخدای فضل دی چې زموږ سربازان نن پوه شوي چې ددوی دشمنان څوک دی او بل اخره وروسته له ۱۱ کلو ېې وپیژندل چې دغه زموږ دوستان نه وو بلکه زموږ تاریخی دشمنان وو او دی ، نه کل بماند نه کدو خاک بر سر هردو ( دغرب او دکرزی دحکومت ) ددواړو د مخ ورک شي ، روسانو هم دغه بهانه په اخرو وختو کې تکراروله ، له همدی خاطره دجرمنی وزیر خارجه وروسته له ۱۱ کالو وایی طالبان معلومیژي چې د صلحی له پاره لوی ګواښ دی ،او موږ دافغانستان راتلونکې ډیره خرابه وینو ، معلومداره خبره ده چې راتلونکې خرابه ده ځکه تاسې یوه ورځ پاکستان ، ایران او عربستان ته ونه ویل چې نور دغه مظلوم خلک مه وژنۍ او یو اخطار مو ور نه کړو بلکه هنوز مو تشویق او پریمان ډالرې تاسې ورکړې تاسې د غه افغانان (( دغه د سردار محمد هاشم خان دیوې چرګي بچیانو ته ورته په رنګو ولړل او بیا مو وږي کړل او بیرته مو د څو دانو په وراچولو په خپلو منځو کې یو په بل په وینو ولمبول )) ، یو مو کمونست ونومولو – بل مو مجاهد ونومولو – دریم مو طالب ونومولو – په څلورم مو د وهابی او سلفی ټاپه ووهله -او پنځم مو د القاعدی نوم کیښودو خو پشتون دننګ په کار کې خپل وار نه پریژدي دشمن ته او اوس افغانان پوهیدلي او نور د امریکایی او دمجاهدینو د شیطانی رهبرانو بازی نه خوري ، که چیرته امریکا او په مجموع کې غرب غوښتۍ وای چې په افغانستان کې صلحه راشي نو دوی په اولو دوو کالو کې دغه صلحه تامینولای شوی خو دوی د دراز مدت پاتیکیدو او د خپلو ستراتیژیک او جیو پولیتیک ګټو د ساتلو له پاره باید دغه جنګ په افغانستان کې اوږد کړي لند او نږدی مثال ېې عراق دی چې د سونی او شعیه تر منځ ېې داسې اختلافات نوی او تازه کړل چې ډیر وخت به دغه وطن ارام نه شي او د صدام په وخت کې ډیره ارامی وه ، وطندار لرن ، وطندارانو اوس یوه لاره وجود لری چې د افغانستان ، سیاسي احزاب – مدنی ټولنی – ځوان محصلین – او دوسله وال پوځ منسوبین هیڅ کله د امریکا او په مجموع کې ددوی نصایحو ته غوږ ونه نیسي دوی داوله تر ازله زموږ په بربادی او تخریب خوشحاله وو ، که تاسې وایاست نه داسې نه وه نو ولي ېې زموږ وسله وال پوځ مضمحل او له منځه یوړو ، کدرونه ېې ( ډي ډي آر ) کړل او وسلي او محاربوی تخنیک ېې په پاکستان خرڅ کړو او نور ېې ځپلو هیوادو ته انتقال کړو ،زموږ وسله وال پوځ خلع سلاح دی .
    مجاهدین او طالبان نه پوهیدل چې وسله او محاروبیو تخنیک موږ ته د ناموس حیثیت لری او ټولې وسلې د کافرانو او بیدینانو په لاس جوړې شوې وی او دی دروس وسله زموږ له پاره اب حیات وه بیا روسان هم عیسویان او دتاسې به حساب کافران دی او امریکا هم عیسویان دی او کافران دی او تر روسانو خراب دی ځکه غربیان نر بل نر ته نکاح کوي او روسان ېې نه نکاح کوی ، نو تاسې بازی وخوړه چې دغه وسلې مو له منځه یوړې او متخصص نظامی کدرونه مو له لاسه ورکړل او بیا غربیانو په تاسې اجیر ، مزدور ، مصلحتی ، سمتي – او تنظیمی سربازي رواج کړه چې سبا ته دیوه بم په چاودلو دیوه سره وتښتي او زه همیشه دافغانستان پارالمان غړو او شخاصا کرزي ته لیپشته لیږم چې دنوی ملي وسله وال پوځ تهداب دسره ګیږده خو نه ېې مني، نو لازمه نه ده چې دافغانستان د ۱۱ کلو ګناه د افغانانو په غاړه ورواچوې او راتلونکې ته هم نور زموږ خلک وبوږنوی ، هوشیار وسۍ چې نور د چا وینو توییدو ته خوښ نه شۍ (نه مجاهد او طالب افغانستان ته خدمت وکړو او نه غرب له همدی خاطره نه کل بماند نه کدو ، خاک بر سر هردو ) ، که هوشیار ووسۍ هیڅ خرابه واقعه نه را منځ ته کیژي خو شرط ېې دملي وسله وال پوځ دسره جوړیدل او دهغو تجهیزول په مدرن محاروبی تخنیک باندې دی .


    مُشاطرة هذه المقالة على: reddit

    لا يوجد حالياً أي تعليق

      مواضيع مماثلة

      -

      اكنون الجمعة 3 مايو 2024 - 6:54 ميباشد