پندار نو

هل تريد التفاعل مع هذه المساهمة؟ كل ما عليك هو إنشاء حساب جديد ببضع خطوات أو تسجيل الدخول للمتابعة.
پندار نو

سایت مستقل و غیر وابسته به احزاب و گروه های سیاسی


    داسې معلومیژی چې افغانان جبر دتاریخ ته منتظر دی

    avatar
    admin
    Admin

    تعداد پستها : 7126
    Registration date : 2007-06-20
    20121109

    داسې معلومیژی چې افغانان جبر دتاریخ ته منتظر دی  Empty داسې معلومیژی چې افغانان جبر دتاریخ ته منتظر دی

    پست  admin

    : پوهندوی ارکانحرب دکتور طاوس وردک لندن نوامبر ۲۰۱۲
    دیر خلک په فلسفه نه پوهیژی او ډیر کم بیا چې پوهیژي دوی دغه نور په فلسفي اصطلاحاتو نه شي پوهولای او تر هغه وخته چې زموږ بیسیواده خلک په لومړي قدم کې باسیواده نه شي او بیا چې سیواد سیاسي ونه لري ولو که د کابل پوهنتون یا نورو افغانی تحصیلي موسساتو فارغین هم وي متاسفانه په فلسفي اصطلاحاتو دوی نه پوهیژی که درواغ وایم لاړ شۍ یو ځلې د ملیونر پروګرام ته ښه خیر شۍ او هلته تاسي د کابل پوهنتون او نورو شخصي پوهنتونو دمحصیلینو سویه ښه مطالعه کولای شۍ نو له همدې خاطره زموږ ځوانان که نارینه دی یا ښځینه تر اوسه د تحولاتو او تغیر راوستلو په اصولو او منځ ته راتلو نه پوهیژي ځکه زموږ ځوان نسل تر بل هر وخت نه نن د اسلامستانو لکه ( مولویان په کلیواو شارونو کې مذهبې رهبران لکه اقای محسني – حضرت صاحب مجددی او پیرصاحب ګیلانی – خلیفه صاحب دلوګر او دلته په غرب کې تیکه دار ملان ، اخوندان ) چې کله کله په جوماتونو او تکیه خانو کې وغض او نصیحت کوي همیشه مومنان دافغانستان مسلمانان تل د دوزخ نه ویروي او په جنت کې ورته دحورو او غلمانو انتظار یادوي وزیران او ریس جمهور چې هنوز په سیاسي اصطلاحاتو خبر نه دی نه پوهیژي چې د افغانستان د جنګ دختمیدو لارې چارې او هغو ته درسیدو ستراتیژيک اصول او دکتورین کوم دي .
    که چیرته افغانستان دغه ۱۹ کاله یو مترقی ، متمدنه ، سیکولر رژیم درلودلای نن به د ناورینو او د موجوده چالشو د ختمیدو په لارو چارو او ددشمنانو په ځپلو دومره وخت نه وو تیر شوۍ ، خو بدبختانه چې دوی د ستراتیژۍ اصول او خاصتا ستراتیژي په جنګ کې نه ده زده او نه ورباندې پوهیژي دستراتیژۍ جنګې اصول او دافغانستان نظامی دکتورینو ایجابوله چې تر هر څه نه دمخه باید علما د جنګ اشکال د مکار او ناولي دشمن په وړاندې وکارول شي تر څو دشمن اصلي قوتونه له لاسه ورکړي او محاربوی فعالیتونه نور ونه شي کولای یوازنۍ لاره دشمن ته د محاصره کیدو او دجنګ نه دلاس اخیستو او دولت ته دتسلیمیدو بله لاره نه لیدل کیده او هغه وخت وو چې دولت باید مصاحله رواج کړې وای او دغه وخت هغه زخمی او معیوب او پاتې دشمنان بیدون له چون او چرا نه راتلل او تسلیمیدل خو زموږ دولت نه بلکه دمجاهدینو دولت دالله پاک وحې او جبر دتاریخ ته منتظر دی چې پشتدې دیوې خوانه ورباندې داسمانه کومه وحې په یوه چا را نا زله شي او دافغانستان خلکو ته نجات ورکړې خو دغه کار په تاریخ کې نه دی شوي نو بهتره ده دافغانستان ځوان نسل چې زموږ د هیواد اکثریت جوړوي هغو کسانو او هغو وطن دوستانو او میړنو او تحصیل کرده متخصیصینو ته لاره همواره کړي تر څو وکولای شي دغو بیچاره وولس ته دجبر تاریخ په ځای اګاهانه لارې چارې ( دامنیت دراوستلو – د صلحې له پاره نوي تدابیر او صلحه دچا سره ، څه رنګه او چیرته ممکنه ده - دبیکارۍ لغوه کولو - دبریشنا تولیدولو – دصحت او معارف پرمختیا – د خارجي دشمنانو سره د قوواوو انډول ساتلو او دهغوی سره بل مثل رفتار کولو اصول روښانه کړي ) موږ په هیواد کې دننه ډیر تکړه سیاست پوهان – استادان – سیاسیون او متخصص افغانان لرو او اکثریت خاموش ېې په خارج کې له ډیپریشن سره مواجه دي .
    اوس راځم یو څو مثالو نه در ته وړاندې کوم :
    ۱ – اسراییلو هغه وخت چې د مصر نه د سینا صحرا ونیوله او هلته اسراییلو خپل قوتونه ځای پر ځای کړل نو بیا ېې د سویز کانال په غاړه د ریګو لوېې غونډۍ جوړې کړې او څو لینه ډول ډول سیم خاردار ېې هلته فرش کړو چې د پیاده نظام له پاره ددغو خط نړول ډیر مشکل کار وو او په ّپه هیڅ وجه پیاده قطعات په دغو ریګو کې نه شواي تللای ځکه هم ریګو غرقول او هم سیم خار دار پیچل او بندول نو دغه خط د پیاده نظام له پاره ډیر مشکل کاروو چې مصریان ېې ونړوي نو همیشه او څو کاله دمصر ملانو – روحانیونو خدای پاک ته زارۍ کولي چې پشتدې په اسراییلو روسان یا نور ددوی متحدین مشترک ګذار وکړي او دغه خط چې د (( بارلیف )) په نامه یادیدو ونړوی او هر څه ېې جبر دتاریخ ته سپارلي وو ، خو وروسته له څو کالو یوه ډیر ټیټ رتبه افسر یوه شپه د ځان سره څو څو ځلې تکرارې یوه( کروکي ) یعني د نقشې به مخ شمه ترسیم کړه چې باید د سویز کانال د پاسه څو جرثقیلونه ودرول شي او دهریوه په راس ( شاخ ) کې ډیر قوي واتر پوپونه نصب شي او دغسې اوبه په دغو ریګي پوښتو ور مارش کړې چې په ظرف دیوه ساعت کې دغه ریګونه له منځه یوسي او یو لوی معبر د ټانکو له پاره خلاص کړي او بیا پیاده نظام په ۲۰۰ ټانکو سپاره دډیرو خطرناکو شمیل علواندازو سره سمبال وي او هر هغه تانک یا توپ چې داسراییلو مخې ته ورځي ذوب کړي او اسراییلو ته د سینا په دشته کې ماتې ورکړي ، یو بل مثال ژوندۍ مثال د اګاهانه تدبیر په خاطر د جلال اباد په سرخ دیوال د حکمتیار ملیشه قطعاتو او نورو مجاهدینو ګد عملیات د پاکستان زرهی او کوماندویی قطعاتو په ګډونه داسې خطر ناک یرغل پیل شوو چې هیڅ وخت ېې سارۍ نه درلودو او د جلال اباد قول اوردو قوماندان جنرال ( قهرمان بارکزۍ شهید شوو ) او زموږ قطعات زیادتره له منځه لاړل او سرخ دیوال د مجاهدینو له خوانه فتح شوو او ۱۱ مه فرقه له منځه لاړه یا زیادتره تسلیم شوه نو جنګ د جلال اباد میدان هوایی ته ورسیدو چې دلته بیا یو اګاهانه حرکت د دکتور نجیب الله په تدبیر او د اصف دلاور – حسام ادلدین حسام – عظیمی او لودین او روفیی او ډیرو نورو با شهامته افسرانو له خوانه شخصا چې دغو جنرالانو په اوږو شمیل بار او په مجاهدینو او پاکستاني قطعاتو ېې داسې خونړۍ برید وکړو چې هلته صرف تور سکاره پراته وو ( ونه –اوسپنه او انسانان ایره شول ) او جلال اباد بیرته تصرف شوو او دشمن په شدت تعقیب او تر تورخمه تر تعقیسب لاندې ونیول شوو ،اوس راشۍ دغه دوه اګاهانه تدابیر ددوو مثالو په حیث قبول کړۍ او موږ ډیرې لارې او چارې لرو چې د افغانستان خونین ناورین په اګاهانه ډول حل کړو خو اصلی شرط دادی چې دکرزي حکومت ته ځواب ورکړۍ او بیا دغه تیکه دارارن وزیران بندیخانو ته حواله کړي نو بیا دغه وطن یوه داسې ریس جمهور ته ور وسپارۍ چې د خبره ګانو متخصصو او تحصیل کرده وطن پرستو افغانانو نه حکومت تشکیل او وطن ټه نجات ورکړې او دلته باید تر هرڅه نه دمخه (( د عسکري خدمت دوه کلنه دمکلفیت دوره رواج شي – وسله وال پوځ په مدرنو او عصري وسلو سمبال شي – دقیمتي ډبرو معادن ملي شي – په هر ولایت کې دوزره ایزه دکار قوه د بیکارانو )) په ګډون جوړه شي او نور اقتصادی پلانونه به نوۍ حکومت د نوي ستراتیژۍ په اصولو ولاړ تر لاس لاندې نیسي او زه یقین لرم چې دغه وطن په ظرف شپږو میاشتو کې خپله اصولي لاره تعقیبولای شي البته دخلکو پراخه ملاتړ باید ورسره وي .
    مُشاطرة هذه المقالة على: reddit

    لا يوجد حالياً أي تعليق

      مواضيع مماثلة

      -

      اكنون الجمعة 17 مايو 2024 - 16:35 ميباشد