بسم الله الرحمن الرحيم
پاکستان د جوړيدلو او تاسيسس راهيسې د افغانستان سره د دښمنۍ سياست پر مخ بيايي . د پنجاب حاکمانو سره هر وخت د افغانستان په اړه يو چل او پلمه وي . د پښتنو يو لوی هډ يي د قانون سازۍ له لارې د خپل اثر لاندې راوستی دې. او هاغه پښتانه وروڼه چې هلته مېشت دي ، د دې پنجابي سياست سره لاس او ګرېوان دي. پاکستان د افغانستان د پاره د سرطان دانه ده. د کوزې خوا پښتانه هم لکه ويده زمريان خپل ځانونه ويده ښايي . آيا داسې کيدی شي ، چې ګيدړ د زمري مخ نوکارې کړي .
خبر شو ، چي پنجابي سپاهيان د افغانستان په مقدسه خاوره ، چې سکندر مقدوني پکې په ګونډه شوی وو، توغندي وروي او زمونږ د وخت حاکمان د پاکستان په دغه عمل کورټ چپ دي.
د افغانستان متحد ملي ګوند مشرتابه د پاکستان دغه د چل ول نه ډک د جنګ عملونه په کلکه غندي او د پاکستان حاکمانو ته اخطار ورکوي، چې د دا رنګ عملونو سخه لاس واخلي . او نور دي زمونږ د هېواد په کورنيو چارو کي لاسوهنې نه کوي.
مونږ د خپل ورورد افغان رييس جمهور جلالمتاب حامد کرزې نه هيله کوو ، چې د پاکستان د حاکمانو دا رنګ عملونه ، چې افغان ولس ته مرګ ژوبله اړوي، په نړيواله کچه د پاکستان د حاکمانو نه پوښتنه وکړي . او د پاکستان حکومت ته جدي اخطار ورکړي.
که چرې د افغانستان د حکومت اداره لټه وي، نووروره کرزی خانه په افغان ولس غږ وکړه!
د افغانستان د اوسني وخت حاکمان دې په دې وپوهېږي ، چې دا هېواد يوازې د دويي نه دی . دا د ټول افغان ولس ګډ هېواد دې.او چې کله هم د افغان ولس ژوند او ګټې په خطر کې وي په داسې حال کې افغان ولس بې تفاوته نه شي پاتې کيدی. د افغانستان متحد ملي ګوند د خلکو غوسه په ځای بولي او د وخت حاکمانو غوږونو ته دا خبره رسوي، چې د پاکستان دغو کړنو ته جدي ځواب ووايي .
ژوندۍ دې وي د افغان ذهنيت په ځولۍ کې د يووالي رېښې
په درنښت
حاجي سميع اقبال
د روسيې په فيدراتيف کې د افغانستان د متحد ملي ګوند د لارښودې شوری رييس