پندار نو

هل تريد التفاعل مع هذه المساهمة؟ كل ما عليك هو إنشاء حساب جديد ببضع خطوات أو تسجيل الدخول للمتابعة.
پندار نو

سایت مستقل و غیر وابسته به احزاب و گروه های سیاسی


    د ميډيا جنګ او پښتانه خالي لاس........؟

    avatar
    admin
    Admin

    تعداد پستها : 7126
    Registration date : 2007-06-20
    20120526

    د ميډيا جنګ او پښتانه خالي لاس........؟ Empty د ميډيا جنګ او پښتانه خالي لاس........؟

    پست  admin

    ليک:- پائندخان خروټی

    هوښيار خلګ همېش خپل ځان ګرموي مګر ناپوهان بيا خپله ناکامي پر بل چا ورغورځوي. درڅو به موږ ګيلې ، د ميډيا جنګ او پښتانه خالي لاس........؟ Paindبهانې، شکوې او د پرد يو په اثره کښي خپل وخت او توانائي ضايع کو و. راځی چي نن د اغيار د طاقت او چالاکۍ په ځای خپله کمزور تيا ، بې عملي ، بې همتي او بې عقلي معلومه کړو. په دې هيله چي ريښتيا ويل که ترخه دی مګر مېوه به يې ډېره خوږه وي. په پښتوادبي، مذهبي او سياسي مخور او مخکشه خلګو کښي نن هم ځني داسي خلګ موجوده دي چي تر دوی خپل نومونه غټ دي. خپل معيار را اوچت کولو په ځای په سيلف پرجيکش باندي اخته دي. په مذهبي سياست کي خپل خانداني او قبيلوي بنيادونه مضبوطوي.د مذهب او ماضي پرستي په نامه اولس له جديديت څخه محروم ساتي. نااهله خلګ بيا هر چيري خپله بقاء په سازشو او پروپېکنډو کي غواړي. پوشتني او جائز تنقيد ته د غداري او بدتميزي نوم ورکوي. ډېر ياران سته چي د حکومت او د رياست فرق نسي کولي. د هر څه باوجوده دوي خپل کارکنان او شاګردان غولوي چي زه ستاسي نجات دهينده يم. دا رياست خو مور او پلار دي او جمهوريت ډېر شائسته نظام ده. دا درې سره خبري د اولس د زيردست ساتلو لپاره دبالادستي طبقه بالادستي ساتلو دپاره استحصالي چمونه دي . اوس که چيري چا ترقي پسند انقلابي لټريچر ويلي وي نو بهترين جواب ورکولی شي چي نجات دهنده هغه سړی هيڅکله نسي جوړيدي چا چي سايه په خپل ځان او خاندان جوړه کړي وي. رياست په ظلم وجبرولاړ يوه اجتماعي اداره ده چيرته چي د طاقتورو او سرمايه دارو مزې او تماشې په کي رواني دي. اسټاک ايکسچينج خو بيا د دوي پارټ ټائم د پام غلطولو دپاره جوار خانه ده. او پاته سو جمهوريت دا خو د دوی دبالادستي برقرار ساتلو هتهيار ده. جمهوري طرز حکومت د کينسر زده سرمايه دارانه نظام پيداوار دی. جمهوريت يو مبهم توری دي چي د رياست اجاره داران ، ټهيکيدارن يې دخپل خپل طبعيت او ضرورت مطابق تشريح کوي. جمهوريت خو يو نظام نه دي بلکه څورويو نوم دي.
    رياست څه دی؟ درياست په تصور ورکولو کي د اهل علم و دانش له يوناني افلاطون څه نيولي بيا تر تهامس هابز ، جان لاک او جې جې روسو پوري څه کردار ادا کړی؟ په انساني ټولنه کي د وګړي ځاني او ټولينز حقوق وغړ غشې معلومولو لپاره يو “عمراني معاهده” څنګه اړتيا و موند له ؟ او بيا د انقلاب فرانس 14 جولائي 1879وروسته د فريډرک اينګلزاود کارل مارکس انقلابي فکر و نظر د ظلم واستحصال څخه پاک انساني ټولني جوړولو لپاره د رياست ختمول ولي بنيادي شرط وګڼی؟ وغيره هغه پوښتني دي چي په هغه باندي جلا پاړ کئ ليکل کېدلئ سي.خو نن موږ په رياست نه بلکه د رياست په يوه ستون يعني ميډياباندي زغيږو. لکه څرنګه چي تاسي ته معلومه ده چي رياست په څلورو پيلرو باندي ولاړه وداني وي:-



    • پارليمنټ ، چي په رياست کي يې د آئين او قانون جوړولو او بدلولو اختيار لري.


    • عدليه. چي په رياست کي يې د قانون تشريح کولو غړغشه په غاړه وي.


    • انتظاميه چي په رياست کي يې د قانون نافذ کولو د ننده تر سره کوي.


    • ميډيا چي بيا يې د اولس او سرکار تر مينځ د بريج کردار ادا کوي.



    په نړۍ واله سطح ميډيا (رسنۍ) ته په رياست کي د څلورم پيلر حيثيت ورکړل سوي دي . مګر ځني پوهان دا دعوه لري چي په اوسني وخت کي چي هغه ته ډيجيټل انفارمشن ټيکنالوجي بهير هم ويل کېږي د اليکټرانک او پرنټ ميډياارزشت او اغيزه څوچنده سوي ده . چي هغه درياست باقي درې واړه رياستي پيلرز يې تر خپل اغېږي لاندي راوستی دي. په دې اړوند هغه ميډيا ته څلورم نه بلکه درياست لومړنی پيلر حيثيت ورکوي. په دې خبره خو له شرق بيا تر غرب ټوله پوهان په يوه خوله دي چي د ميډيا ارزشت او اغېږي د ماضي په مقابله کي ډېر زيات سوي دي.جنګ وي او که امن ، ژمئ وي او که اوړئ ، ادب وي او که سياست ، خدائي غميزه وي او که انساني ميډيا د انساني ژوند او ژواک لازمي جز جوړ سوی دی. د ډېرو خلګو پردې کي وسوي او ډېر په کي لوڅ سو. سياسي و مذهبي تنظيمونو د ميډيا د خبرو، رپورټو، تبصرو او تجزيو په بنياد خپل پريس ريليز ، پريس کانفرنس او خپله پاليسي ترتيبه وي.څوک چي خپل مطالعه اور تحقيق نه لري هغه خواران د اخبار په کالم او د ټي وي ، رېډيو او انټرنيټ په موادو ګزاره کوي. او خپل کارپشتان او شاګردان په غولوي. که يې چېري اخلاقي لحاظ او خاطرونه کي بيا داسي فرسوده او بوسيده پاته کوړني څوک څه کوي.
    پکار ده چي زموږ د علم و فکر خاوندان د اوسني وخت وزمان پر نبض لاس کښېږدي. خپل وخت او اوسني غوښتني وپېږني. څرګنده ده چي کوم انسان ، حيوان يا مرغه د خپل وخت او زمان سره ګام پر ګام نه واخلي هغه به ورکېږي او فناکېږي به. چي تر ټولو غټ مثال يې ډائينو سار دی. که د اووايو بې ځای به نه وي چي د دا وخت سپرټ اف ټائم ميډيا ده.چي په هغه کي موږ د خپل وخت د خپل قام او د نړۍ يو عکس ليدلی سو.
    څلور شپېته کاله تېريدو ورسته هم پښتانه په پاکستان کي ځانته خپل ټي وي يا رېډيو چينل نه دی پرانستلی .په خپل قامي او مذهبي هيروز باندي ډاکومنټرياني جوړه ولو توان يې نه دی پيداکړی. په دومره اوږده سياسي مبارزه کي نن هم من حيث القوم د يو قامي ورځ پانړي رايستلو دپاره صحافتي ونګ يا ميډيا ټيم څخه محرومه دي. د خدائي خدمت ګار په نيوی(۹۰)کاله سياست کي (۹)کالم نګاران هم نه کړو پيدا.چي نن هم د حامد مير او رحيم الله يوسفزئي غوندي درباريانو خولې پر بندي کړي وايي. زموږ د علم و ادب سره تړلی ګڼ شمېر خلګ تر اوسه پوري د انګلش زبان څخه د ناواقفيت په وجه د موبائل ، کمپيوټر او انټرنيټ په استعمال نه پوهېږي.د نړۍ د جديد سائنسي تحقيق او تخليق په ځای په چار بېتو ، غاړو ، ټپو، متلو او سوچه تورو راغونډه ولو پسي سر ګردانه دي د قامي مسائلوحل په فوکلور کي لټه وي. نو د دغو څخه د يو قامي ميګا وېب سائټ پرانستلو توقع ساتل ، د قام د غوره سباون هيله ساتل د شيخ چلي خوب دی .زموږ د فلم ، ډرامې ، تيهټر ، مصوري ، موسيقي، ګلوکاري او سټيج وغيره سره تړلي د فن او د هنر خاوندان نن د دو وختو په مړۍ باندي پرېښانه دي. د پښتونخوا وطن د ګوټ ګوټ څخه يې په ډېر غټ سازش باندي يې استيټک سينس واخيست . هر دوئم سړی يې مرګ پسند جوړ کړی . د کار سړی يې د ژوند څخه بېزاره کړل .د سابنده چاپېريال جوړولو لپاره د يو سياسي صحافتي او کلتوري ګهټن يې رامنځ ته کړل. زموږ تاريخ او مشکلات اغيار د خپل ضرورت او طبعيت مطابق بيانوي .دلته برملا دا پرپېګنډه کېږي چي پښتون افغان په خپله خاوره هيڅ وخت اغيار نه برداشته وي . دوی چي وايي ايراني اخونديان ، سعودي وابيان ، اخوانيان ، پنجابيان، او کشميريان زموږ د خاله ځامن دي او دا به بيا ولي پښتون افغان برداشته وي.
    که موژ ژوندي سري د کار خلګ واي بيا بمو د دغو ټولو دسيسو ، پرپېکنډو او جنوني فتنو د مخ نيوي دپاره به موږ په قامي سطح لاري چاري سنجولې. د کار او اهلکار په بنياد به مو له سياسي ادبي او صحافتي پليټ فارم څخه خپله مبارزه کوله . هر سړی به د خپل علم ، فن ، او تجربې په رڼا کي په خپل خپل محاذ کي جنګ کوئ. د افرادو په ځای به مو خپلي قامي ادارې مستحکم کولې .خپله مورچه به يې ورته نيولې وه. د خپل ارمان او مرام پوره کولو لپاره به مو صرف يو مشترکه سازمان جوړاوي.قومي پارټۍ د ذاتي مفادو دپاره استعمالو والا به مو تر غاړه نيولي. له بده مرغه د پاکستان ټولي سياسي او خاص کر مذهبي ګوندونه د پښتنو په وينو او خولو آباد دي . په صحيح مانه په پښتنو خوند مذهبيانو او چوهدريانو واخيست . په داسي حالاتو او واقعاتوکي دلته موږ د عوامي نيشنل پارټۍ د صوبائي او قامي وزيرانو يا سينيټرانو څخه دا توقع ساتله چي د پښتو د اليکټرونک او پرنټ ميډيا سنګر به يې تود ساتی خو له بده مرغه هغه اتيا(۸۰) کاله ورسته هم هغه د پاچا خان مرحوم په زړه ريساله “پښتون”ګزاره کوي. په دې اردو او فارسي زده پښتونخوا وطن کي د اې اين پي دا يوه د پښتو ريساله ، بيا هغه مياشتنۍ، بيا نيمه سياسي او ادبي ، او بيا د چند مخصوص اشخاصو په کي تکرار و تقليد به د دې ويشلي او درپدر ه پښتون او پښتونخوا وطن څه نمائنده ګي وکړي.دلته د سترګو په رپ کي حالات او واقعات بدلېږي هلته يوه مياشت يعني 720 ګهنټې بعد پر هغه باندي د تهرډ لائن ليډر شپ په ذريعه تبصره کېږي . هغه هم په شاعرانه انداز او کنائي کښي بيانېږي . که قومونه صرف په شاعرانو جوړېدل بيا خو آخري مغل پاچا بهادر شاه ظفر او شاه شجاع هم چي صاحب ديوان شاعران دي دوي به افغان او مغل په خپل خپل وار ژغورلي وو. او د پښتون رسالې غوندي کار خو بشر نويد صاحب په يوازي سر د ليکوال انټرنېشنل په ذريعه په ډېر ښائسته توګه کوي .ډېر ښکاره د ترقي پسند ادب او سياست جنګ او دفاع کوي . کنې د افغانيت ، قام پرستي او ترقي پسند ادب و سياست د بانيانو په خدمات او کارنامو باندي خو کندهار ، کابل، پېښور ، کوټه او د کراچي وغيره سياسي او ادبي تنظيمونه او پښتو اکيډيمياني د يوه سيمنار جوړه ولو زحمت هم نه کوي . هر سړی ښه پوهېږي چي په پښتو ادب او سياست کي هم نن سبا د غوړ لستونړی قدر کېږي. په يوه سړی شل سيميناره کېږي او هغه بل څوک يادوي هم نه . دا خو هم د پام وړ تاريخ دی . البته پښتون رساله هم د ستائني وړ ده خو د اې اين پي د مشرانو ، وزيرانو، سينيټرانو او فيوډالي ملګرو څخه په دې اکتفا کول نه دی په کار په جديد دنيا کي د چينل او قامي ورځ پاڼي بندوبست کول په کار دي.
    په پښتو علم ادب کي داسي زوره ور هم سته چي سياست او ادب دوه جلا شيان شمېري. د صحافت ، ادب او سياست تر منځ مشترکات څخه انکار کوي د ادب سياست او صحافت اجتماعي پېغامونو او د اولس ګډ ملي ارمانونه نه مني په خپله اوريدله خبر يې ډېر زور وي . او ديوه صوبائي اېوارډ د پاره دېرش کاله خوله تړلې وي.خو د هغه هم د سفارش بغير ګارنټي نسته. له خپله نوکري سره سرکاري دربار ته خپل وفاداري هم ثابيته وي. که دغه شاعر او اديب څخه تپوس وسي چي اهل قلم خو ملي ارمانونه هم لري او دوی د خپل جذباتو نه بلکه د اولس د جذباتو ترجماني به کوي. نو که د ملي ارمانو لاس ته راوړل يا د اولس د جذباتو ترجماني کول سياست نه دی نو بيا څه دی ؟؟؟؟
    ضروري نه ده چي سياست سړی د يو سياسي تنظيم د پليټ فارم څخه وکړي بلکه پخپله څانګه او خپل محاذ کي د بت شکني کردار ادا کولي سي . يو سړی د سياسي تنظيم څخه لا تعلقه کيدلی سي مګر غير سياسي قطعاً نسي کيدی.د انساني معاشرې د سترګو او غوږو دعوه کول ، د غټانو ډوډۍ په دواړو زامو خوړل ، د ايران د سيل کولو دعوت په پټو سترګو منل او بلي خواته ځان غير سياسي ګڼل ليونتوب نه دي بيا څه دي ؟ زما په ګومان داسي خلګ په نس کي ډېر هوشيار دي دا هم د خلګو ګمراه کولو ، لږ او ډېر جوړی سوي لاري چاري ويجاړه ول او د خپل مشرتابه نظام جرړه ور ايستلو انتقام دی .
    دا وخت پښتانه د ميډيا په جنګ کي تر هر چا خوار او کمزوره دي. ميډيا په پردي لړيت کي پښتانه په نارو کشيباسلي دي . کوم سياسي وياند چي د ميلين او بيلين په فرق نه پوهېږي هغه به څه قامي موقف او پاليسي سرګنده کړي . په اوسني وخت کي په کار ده چي موږ د سياست مدارانو او بډائې شتمن خلګو پاملرنه د پريس او ميډيا خواته راواړو . غټي غټي جلسې ،جلوس او احتجاج داليکټر انک او پرنټ ميډيا د کوريج بغير هغه بې خونده سي . وس سياست د بيټک او عوامي چوکو څخه ټي وي سټوډيو ته راغلی دی. اوس به موږ پخپله سټوډيو او د سټوډيو چلولو متعلقه زيرک او باخبره خلګ خامخه پيدا کوو. کني انجام به مو د ډائنو سار غوندي وي. که چيري څوک په روان حالات او واقعات کي خپله سرمايه د پريس او ميډيا په ډګر کي په کار واچوي نو د ابه د هغه وګړي د ځان او قام دواړو په ګټه تمامه سي. د رسنيو په څانکه کي دولت ، طاقت، او شهرت وغيره ډېر څه سته . څومره با صلاحيته صحافيان او ټي وي اينکرز پښتانه موجوده دي . چي په هغو نن پردي اخبارات ، ريډيوز او ټي وي چينلز شادو آباد دي . د هر پښتون وپينين ميکر دغه غړغشه جوړيږي چي سياسي او شتمن خلګ دې خواته متوجو کړي کني چي يو سړی مدرسې ته په لکهنو نغدي روپۍ ورکوي هغه يې د سکول او کالج جوړلو لپاره هم ورکولی سي . خو که موږ چيري هغه خلګ په خپلو قامي ګټو مطمئن کړو د سر او مال قرباني ورکولو خلګ او س هم موجوده دي خو که موږ اولسي باور ولرو يا د قام وطن دپاره د خلګو له صلاحيتو څخه د کار اخيستلو هنر زده کړو .
    نن يو ځل بيا د بابائې صحافت علامه محمود ترزئي صحافتي سراج بلولو ، دکاکا جي صنوبر حسين مومند شعلې په خپل ځوان کهول کي راپارولو ، د باچاخان پښتون راويشولو ، خپل مريتوب د خان شهيد په استقلال بدلولو ، خپل سوړ نغری د ويش زلميانو په انګار تودولو ، سياسي مريدان د فقير اف ايپي د غازي په ذريعه ياغي جوړولو ، دشاه او د شاه پرستانو شاهي محلات په انډر ګراونډ صحافت ، خلق ، رهنما ، او جنبش باندي ويجاړولو وخت راغلی دی چي موږ د دوي صحافتي ميشن په جديد انداز خپل کړو چي موږ ته خپل مزل او منزل آسانه سي او ستاسي ارمان او زموږ مرام سر ته ورسېږي.
    په ډېره مينه او مننه

    پائندخان خروټی
    خبریال
    مُشاطرة هذه المقالة على: reddit

    لا يوجد حالياً أي تعليق

      مواضيع مماثلة

      -

      اكنون الجمعة 17 مايو 2024 - 9:05 ميباشد