پندار نو

هل تريد التفاعل مع هذه المساهمة؟ كل ما عليك هو إنشاء حساب جديد ببضع خطوات أو تسجيل الدخول للمتابعة.
پندار نو

سایت مستقل و غیر وابسته به احزاب و گروه های سیاسی


    لراوبر یو ډالر !!!

    avatar
    admin
    Admin

    تعداد پستها : 7126
    Registration date : 2007-06-20
    20120517

    لراوبر یو ډالر !!! Empty لراوبر یو ډالر !!!

    پست  admin

    لیکوال میرویس افغان




    لراوبر یو ډالر !!! Mirwais-afghan1







    د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې دځینو نورو دوستانو سره په یوه رستورانټ کې ناست وم چې زموږ دیوه دوست نبي بنګش سره چې دعوامي نېشنل ګوند سنیټر دی یو بل نابللی مېلمه هم دجوړ په خیر لاس را اوږد کړو . دا مېلمه ایلیاس بلور او دعوامي نېشنل ګوند سنیټر دی . هغه په عمر سپین ږیری او له لیري دښه استعداد خاوند ښکارېدو.

    تر جوړ په خیر وروسته دوستانو زه وروپېژندلم چې دا یو افغان دی او اوس په بریتانیا کې ژوند کوي‌. ژورنالیسټ او لیکوال دی او زموږ مېلمه دی . تر دې پېژندنې وروسته بلور صیب هم دپښتنو په څېر دوهم روغبړ راسره وکړو او دکلي‌او کاله پوښتنه یې رانه وکړه . دخبرو لړۍ روانه وه چې بلور صیب له کومي پوښتنې پرته په ناڅاپي ډول وویل : یاره داافغانان هم هیڅ خلک نه دي ، دوی غله لوټماران او ټول افغان قوم دده په اصتلاح پده ماران دي . زه دده په خوا کي ناست وم او مخامخ څوکۍ کې نبي بنګش ناست وو او هغه ورته وویل چې دا ته څه وایې دا خو ته ډېره ناوړه خبره کوې ؟ هغه بیا خپله خبره تکرار کړه او ویه ویل چې هو دا یو حقیقت دی او ما دخپل ګوند (عوامي نېشنل ګوند) مشر اسفندیار ولي خان ته هم ویلي دي چې ته څه دلر او بر چیغې وهې او دا قوم له موږ سره نه جوړ دی او نه موږ سره برابر یو .

    زما حوصله تنګه شوه او هغه ته مي وویل چې دا ستاسو خبري دي که دعوامي نېشنل ګوند ؟ هغه بېله کومي وېري ځواب راکړو چې دا زه څوک یم زه خو عوامي نېشنل ګوند یم او دهم دغه ګوند دمرکزي کمېټې غړی یم .

    ما هغه ته ځواب ورکړو چې تاسو خو بیا ډېر نمک حرامه ځکه یاست چې افغانستان دپاکستان له جوړېدو نه نیولې بیا تر نن ورځي پوري ستاسو هر اړخیزه مرسته کوي‌، تاسو ته پیسې درکوي او تاسو سره یې دمرستو لړۍ روانه ساتلې ده . ما هغه ته دکرزي دحکومت له لوري دپیسو دورکولو هغه اندازه وروښوده چې ددوی ګوند ته دځینو باوری سرچینو په خبره دافغان حکومت له لوري ورکول کېږي‌،او بیا مي دا هم ورته وویل چې دا پیسې خو تاسو باندي شاوخوا څلور میاشتي کېږي چې بندي شوي دي او دا علت خو به نه وي چې تاسو اوس افغانانو ته سپکي سپوري وایاست ؟

    هغه وویل چې دافغان حکومت له لوري موږ ته راکړل شوې پیسې زما تر سرمایه زیاتي نه دي او زه خپلي پیسې لرم هغه که اخلي ځینو نورو ته به رسېږي .

    ما ښاغلي بلور ته وویل چې بیا تاسو په افغانستان کې دخپل ګوند او پښتانه وطن ستر مشر پاچاخان ولي خښ کړو ؟ هغه به څه ویل خو بنګش یې په خبره کې ورولوېدو .

    بنکش بیا هم افغانستان خپله خاوره بلله خو بلور صیب ویل چې دی ځکه افغانانو ته ضرورت نه لري چې اوس پخپله پښتونخوا دنړۍ والو لپاره مهمه ده .

    ماته چې کله دبلور دا خبري واورېدې نو په پاکستان کې دمېشتو پښتنو هغه ادعاته یې پخوالی ورکاوه چې هغوی به ویل عوامي نېشنل ګوند یوازي او یوازي دډالرو او دپاکستان دپوځ دملاتړ لپاره کار کوي .

    دا خبره په پاکستان کې ډېره مشهوره ده چې دپاکستاني پوځ او استخباراتي ادارې آی ایس آی تر ټولو ښه نماینده په موجوده حکومت کې دعوامي نېشنل ګوند دی . دوی هر هغه څه دپاکستان دپوځ په غوښتنه کوي چې دهغوی خیر پکښې وي .

    دپښتانه هیواد دا تر ټولو لوی قام پرست ګوند دپاکستانیت دثابتولو لپاره په پېښور کې په پنځه میلیونه پاکستاني کلدارو دپاکستان یو بیرغ جوړ کړی دی او دا هڅه کوي چې ځان دپاکستان تر نورو قامونو ښه پاکستاني معریفي کړي .

    دغه ګوند که څه هم په لومړي ځل دخیبر پښتونخوا حکومت تر لاسه کړی دی خو دا هم یو ښکاره حقیقت دی چې دیادي پارټۍ دکرپشن به خبرو اوس دپښتونخوا وطن ماشومان هم خبر دي . هلته اوس په پېښور او پښتونخواکې ددوی دګوند دپالیسي په اړه یوه خبره ډېره مشهوره ده چې (لراوبر یو ډالر) وړاندي تر دې به په پښتونخوا کې دا خبره داسي کېدله چې لر اوبر یو افغان خو اوس دا شعار بدل شوی دی .

    تر ټولو دردوونکې خبره داده چې تر دې وړاندي‌هم بلوریانو په بیا بیا په رسنیو کې ویلي چې طالبان دي په افغانستان کې خپل جهاد ته دوام ورکړي او په پښتونخوا کې دي‌ فساد نه کوي . یعني دعوامي نېشنل ګوند دپالیسي له مخي دطالب جګړه په افغانستان کې جایز او په پاکستان کې ناجایزه ده .

    اوس دلته خبره دافغانستان دحکومت له لوري دهغه مرستي‌ده چې دوی یې له عوامي نېشنل ګوند سره کوي . زه فکر کوم دعوامي نېشنل ګوند دا ځل په خپل حکومت کې دومري پیسې پیدا کړي دي چې دافغانستان دحکومت له لوري دمیاشتي دوه لکه امریکا يي ډالر ددوی ل‍پاره بسنه نه کوي . تر دې زیاتي‌پیسې ورکول ښايي دافغانستان دحکومت په توان کي هم نه وي خودځینو باروي سرچینو په وینا د۲۰۱۱ کال تر پایه پوري دا اندازه پیسې هره میاشت دافغان حکومت له لوري اې این پي ته ورکول شوې دي‌. اوس خبره داده چې دعوامي نېشنل ګوند پالیسي ته په پام لرلو سره ولي افغان حکومت پر داسي یوه ګوند باندي سرمایه ګوزاري کوي چې دهغوی له لوري ځواب تل منفي وي ؟

    دلته افغان ولسمشر حامد کرزي ته دا یادونه هم په کار ده چې ډاکتر نجیب الله دولي خان دلور ګلالۍ په واده کې دافغان دولت له لوري (۲۰) لکه پاکستاني کالداري ورکړې وې ، او دهغو روپیو په بدل کې دولي‌خان کورنۍ دډاکتر نجیب الله خور ته دهغه تر مړینه وروسته داسي ځواب ورکړو چې دهغې تلیفون به یې هم نه ځوابولو.

    که څه هم په عوامي نېشنل ګوند کې به ارو مرو ځیني مخلص او پر خپله خاوره او افغانستان مین کسان شته وي ،خو په دې کې هیڅ شک نشته چې دا کسان به پر مهمو څوکیو نه وي او دعوامي‌ نشنل ګوند په پشتجونو کې به پټ وي .

    ویلای شو چې عوامي نېشمل ګوند دپاکستان دنورو سیاسي ګوندونو په څېر په قبایلي سیمو کې دبې پیلوټه الوتکو دبریدونو مخالف دي . افغانستان دناټو ځواپشتو داکمالاتي لاري دبندولو همایت کوي ، پر سلاله امنیتي پوسته باندي یې دبرید پر مهال دخیبر پښتونخوا له ولایتي اسمبلۍ نه په اکثریت رایه قرار داد پاس کړو او دا عمل یې دخپل هیواد په خلاف یو سنګین جرم وباله . هم داراز دوی تر بل هر وخت دفخر افغان پاچا خان پالیسي تر پښو لاندي کړه او دعدم تشدد پر ځای یې په پښتونخوا وطن کې پراخو پوځي عملیاتو ته لاره هواره کړه چې زرګونه بې ګناه پښتانه ورکي شهیدان شول .

    دلته دا یادونه هم په کار ده چې دپاکستان له تاریخ نه بیا ترننه پوري داسي‌بد حالات په پښتونخوا وطن کې پرکډوالو افغانانو نه دی راغلی لکه نن چې هلته دوی دسختو ستونزو ښکار دي . آن تر دې چې په لیډي ریډینګ روغتون کې افغان ته ددرملنې لپاره موقع هم نه ورکول کېږي‌.

    په هر حال عوامي نېشنل ګوند که هر څه دی له بهره دپښتانه دنماینده ګوند حیثیت لري خو دننه ددوی پالیسۍ اوس یوه داسي پړاو ته اوښتې دي چې تر هر څه ورته دپاکستاني پوځ او استخباراتو پالیسي پر مخ بیول معتبره او دتوجه وړدي .

    خبریال
    مُشاطرة هذه المقالة على: reddit

    avatar

    پست الخميس 17 مايو 2012 - 5:48  admin

    لراوبر یو ډالر !!! ANP_Central_Leader_Asfandyar_Wali_Khan_photo2_749_

      مواضيع مماثلة

      -

      اكنون الخميس 2 مايو 2024 - 10:34 ميباشد