پندار نو

هل تريد التفاعل مع هذه المساهمة؟ كل ما عليك هو إنشاء حساب جديد ببضع خطوات أو تسجيل الدخول للمتابعة.
پندار نو

سایت مستقل و غیر وابسته به احزاب و گروه های سیاسی


    د ملگرو په ياد

    avatar
    admin
    Admin


    تعداد پستها : 7126
    Registration date : 2007-06-20

    د ملگرو په ياد Empty د ملگرو په ياد

    پست  admin الأحد 7 ديسمبر 2008 - 7:37

    دملګرو په یاد
    06 December 2008
    ولي زیارمل
    کله چی په ۱۳۷۱ لمریز کال کی دافغانستان جمهوری دولت دکورنۍ اونړیوالي توطیي په پایله کي ړنګ اودولتي واک
    دغربي هیوادو، دعربو دارتجاع اودسیمی هیوادو په مرسته اسلامي بنسټ پالوته ولیږدول شو،دپاکستان داستخباراتي
    ساژمان (ای. اس.ای) په دستور دافغانستان ملي وسله وال پوځ ړنګ او له ځنډه پرته په ملي دولتي شتمنیو اودخلکو په
    عزت او مال تالان ګډ شو .دهیواد په ګوټ ګوټ کي وسله والو ډلوجلا جلا حکومتونه؟ جوړ اود مرکزي حکومت ؟څخه یي هیڅ ډول تابعیت نه کاوه. هری خواته دباروتو لوګیو نیلګون اسمان پوښلی ؤ، اومظلوم ولس دټوپکمارو په منګو لو کي ښکیل شو.
    دمنځنیو پیړیوزیږنده (ټوبکمارو)ته دولتي شتمنی اودخلکو مالونه ولجه (غنیمت) ښکاریده، اوپه خپلو مینځو کی یي ویشل. زیاتره وخت به دما لونو دویش په سر په خپلو کی په جګړه اخته ، اودجګړی په ډګرکی به دبیګنا هوخلکو
    (سپین ږیرو،ماشومانو،ښځواونارینو) په ګډون لسګونه تنه شهیدا ن کیدل.
    لنډه داچی که دنوي نظام ؟ په راتګ سره له یوي خوادافغانستان خپلواکي اوملي واکمني تر پوښتنی لاندی راغله، نو
    له بلی خوانږدی ټول ښارونه خاصتاً دکابل تاریخي ښار په کنډوالو بدل شول.
    خلکو دخپل سر او عزت ساتلو په خاطر کورونه اومالونه پریښودل ،او دیو ځای نه بل ځای ته کډی کولوته اړشول.
    په دی لړکی دافغانستان دخلک دیموکراتیک (وطن) ګوندویاړلو غړیو چي دمبارزی له پیل څخه یي وطن اوخلکوته
    دچوپړ(خد مت)اود زیارایستونکو لپاره دسوکا له ژوند برابرولو نه پرته بله هیله نه لرله، اوبه دی لیاره دخپل سر په
    بدله دمبارزی په ډګر کی په بوره ایمانداری دیو موټي افغانستان بیرغ یي لوړ ساتلی ؤ.
    نوله همدی کبله ترنورو زیات تر فشار لاندی راغلل ، چي یو شمیر یي په شهادت ورسیدل.(روح دی ښاد وي)
    دهیواد او زیارایستونکوخلکو رښتینو ځامنود ټولو ستونزو ګاللوسره سره پدی تکل کی وه، چي څنګه وکړای شي
    ترڅود خپلو نورو ملګرو دسر او عزت ساتنی په اړوند مرسته وکړي .
    د ژوند اومرګ ترمنځ دمبارزی پدی ډګر دافغانستان دخلک دیموکراتیک ګوند لارښود ، دارتجاع ، ظلم ، بیعدالتۍ،
    زبیښا ک اواستعمار پر ضد دمبارزی مخکښ ، دهیواد اوخلکو رښتینی خدمتګار ملګری ببرک کارمل دخپل هیواد،
    خلکو، دخپل ویاړلي ګوند دغړیو، روڼ اندو، اونورو وهیواد پالونکو په وړاندی دمسؤ لیت په احساسولو دننه په هیواد
    کی پاتی شو، دهیواد سیاسي ، پوځي ، اقتصادی اوټولنیزحالت یي څارلو.
    ملګري ببرک کارمل دملګري محمود بریالي په وسیله دټولو ګوندي غړیو ، ملي اوهیواد پاله شخصیتونو سره ژوندی
    اړیکی لرلی.کله چی به څوک ملګري کارمل درپوت ورکولو به هکله ورغی ،هغه به بی له ځنډه دملګرو اودهغوی
    دکورنیو دسلامتیا پوښتنه کوله.
    ملګری محمود بریالی دخپل لارښود په څیر دهیواد اوخلکو سره دمیني لرلو پراساس دهیواد به مرکز( کابل) کی پاتی شو، خپل برخلیک یي دولس اوملګرو دبرخلیک سره وتړلو.
    ملګري محمود بریالی په پوره ایمانداری سره دپلرني هیواد اوخلکو په وړاندی ورسپارل شوی دندی سرته ورسولی.
    هغه دمرګ نه ویره نه لرله،پداسی حال کی چی دڅلورو خواو دسپکو اودرنو وسلو ډزی کیدی، اوان تردی چی دده
    داوسیدو ځای څوځلی ددرنو وسلو تر ډزو لاندی راغی، خونوموړی به خپلو ملګرو اودوستانو ته روحیه ورکوله ،
    او ویل به یي : هرانسان مري ، خومبارزه تلپاتی وي.
    زماپه یاد دی کله چی به دهیواد دبیلا بیلو سیمونه دګوند غړي اونور خلک دده لیدنی لپاره راتلل. نوموړی به سهار
    وختي له خوبه پورته کیدو اوترماښامه به یي په نه ستړی کیدونکی توګه دهریو سره جلا جلا خبری کولی،پوښتنوته
    به یي ځوابونه ویل اودراتلونکی په اړوندبه یي سیاسي ، پوځي اوټولنیز حالت څیړلو اوملګروته به یي دندی سپارلی.
    یوه ورځ پداسی حال کی چی هم هلته وم دځینو ولایتونو ملګري چي ږیری یي رسیدلی اومخونه یي په خاورو سپیره
    وه ، دملګري بریالي داوسیدنی ځای ته راغلل، وروسته له هغي چي نوموړي هر یو په غیږ کي ونیولو اوڅوځله یي
    په مخ ښکل کړل، دهغو او دهغوي دکورنیواو نورو ملګرو اودوستانودروغتیا اوسلامتیا پوښتنه یي ځنی وکړه.
    وروسته تر پوښتنی اوګرویږني څینو ملګرو دخپلو ولایتونودوضعیت په هکله ملګري بریالي ته معلومات وړاندی کړ.
    ددی تر څنګ دولایتونونه راغلو ملګرو خپل سوالونه او انتقادونه په روښانه توګه وړاندی کړل.
    ملګري بریالي چي دډیرو عالي خصوصیاتو او لوي فکر خاوند وو، په سړه سینه یي د ملګرو خبری ،نظریي اوانتقادونه
    واوریدل، اووروسته یي په خبرو پیل وکړ.
    نوموړي دهیواد، سیمی اونړۍ سیاسی ، پوځي ،اقتصادي اوټولینیز حالاتو تر توضیح وروسته وویل:
    تاسی باور ولرئ چی :که تر پرونه تاسی دهیواد د خپلواکۍ ، پرمختیا اوسرلوړۍ،ملي واکمنۍ دټینګښت ،دخاوری د
    بشپړتیا او دخلکو لپاره دیوی هوسا او په ټولنیز عدالت ولاړی ټولنی دجوړیدو دنده سرته رسوله، او زموږ خلک چي د
    مخالفینو تر تبلیغاتو لاندی راغلي وه، اوپرتاسو یي باور نه کولو. ډیرژر به ورته دا جوته شي چي دافغانستان دخلک
    دیموکراتیک (وطن) ګوند غړي دهیواد اوخلکو رښتینی خدمتګاران وه، اوخلک به ستاسی امنیت دټوپکمارو په وړاندی
    وساتي، اوستاسی په پاکۍ ، صداقت، ایماندارۍ اوهیواد پالنی به اوسني اوراتلونکي نسلونه وویاړي.
    مګر هغه اساسي دندی چی اوس ستاسی به وړاندی پرتی دي ، دملګري کارمل دوینا پراساس دخپل اوسیدنی په ځایو کی
    دخپلو ملګرو اودوستانو سره ژوندۍ اړیکی ساتل ، او دشهیدانو دکورنیو څخه خبر اخستل دي.
    کله چی راغلو ملګرو دګر ان ملګري بریالي خبری تراخره په پوره غور سره واوریدی . هر یوه په نوبت سره هوډ وکړ
    چی: خپلو کلیو، ولسوالیو او ولایتونو ته درسیدو سره سم به دخپل ګران ملګري خبری ، خپلو ټولو ملګرو ، دوستانو او
    دولس خلکوته ورسوي،اوپه خپل وخت به دمسؤلینو له لیاری تاسی اوستاسی په وسیله خپل ګران لارښود (کارمل صیب)
    دخپلو ملګرو دیوموټي توب اوخلکوسره دکار په هکله رپوټونه راولیږو.
    هو! کله چی زه وروسته له دولسو کلوخپل پلرني ټاټوبي ګران افغانستان ته ستون شوم، دکابل دنړیوال هوایي ډګر نه
    نیولی ، بیا ترکلیو اوبانډو پوری دهیواد دشریفوخلکو اوان دتنظیمونو دځینو قوماندانانواوغړیو له خوا چی وسله یي په
    ځمکه ایښی،اوسوله ایزژوندیي پیل کړی، دتود هرکلی سره مخامخ شوم. هغوی دغونډو اوجرګو په ترڅ په خپلو خبرو
    کی ویل: موږ ستاسو اوستاسو دګوند په پیژندنه کی اشتباه کړی وه،اوس موږ ته جوته شوه، چی تاسی دهیواد رښتینی
    خدمتګاران او دخلکو د مال ، عزت او ناموس ساتندویان وئ. موږته لوی خدای (ج) دزموږ دغلطیو اواشتبا ګانو سزا
    راکړه. هیله لرو تاسی خپل دوستان سره یو موټي ، اوموږ ته ددی افت څخه خلاصون راکړئ .
    هلته ماته دخدای بخښلي ملګري محمود بریالي هغه خبری را په یاد شوی ، کومی چی شپاړس کاله وړاندی یي د خپلو
    ملګرو سره یي کړی وی.
    ملګری بریالی چی دخپل لارښود ملګري ببرک کارمل په څیر په شخصي ژوند کی ساده ،په هیواد اوخلکو مین او د
    دوستانو او ملګرو په وړاندی متواضع، زړه وراو دضرورت په وخت کی ډیر قاطع غوڅونکی عمل یي کاوه.
    هغه دافغانستان په روڼ اندي غورځنګ کی،دهیواد دپراختیا اودیموکراسۍ دټینګښت دمخکښانو له ډلی څخه ؤ،چي
    دملي دیموکراتیکواو هیواد پالو ځواکونویووالی یي دخپلواک ،سرلوړي اوغوړیدلي افغانستان لپاره یواځنی دحل لیاره
    ګڼله. له همدی کبله ،کله چی دهیواد پریښودلو ته اړ شو، دهیوادبهر یي دخپل ویاړلي ګوند دغړیو،ملي دیموکراتیکو
    ځواکونو اونوروهیواد پالونکودیو موټي توب په هکله یي نه ستړی کیدونکی هلی ځلی وکړی، په پای کی یي دخپلو
    ملګرو اودوستانو سره یوځای دافغانستان دپراختیا او دیموکراسۍ ټولیز غورځنګ بنسټ کیښود.
    هغه ته خپل هیواد اوخلک ترهر څه ګران وه ،اود ژوند تروروستې شیبو پوری یي ورسپارل شوی دندی په ویاړ او
    سرلوړی سره سر ته ورسولی.
    په پای غواړم ، دملګري بریالي په هکله دهیواد دخپلواکۍ ، خلکوته دسوکاله ژوند اودهرډول ژبني ،مذهبي،سیاسي ،
    اقتصادي اوتوکمیز نه پرتی ټولنی دجوړیدو دلیاری سرغندوی او مخکښ ملګري ببرک کارمل هغه خبره چی په
    حیرتانو کی یي کړی وه ،را په یاد کړم چی ویلي یي وه : زه اوس په بري (بریالی) نه یواځی دیو ملګري په توګه
    بلکه دیو ورور په توګه ویاړم .
    په پای کی پداسی حال کی چی دخپلو ګرانو ملګرو( ببرک کارمل او محمود بریالي ) دمړیني دکلیزو له امله ګرانو
    ملګرو محبوبه کارمل اوجمیله ناهید اودکورینو نورو غړیو، دهغوی دلیاری پیروانو ، دوستانو او دافغانستان شریفو
    او زیارایستونکي ولس ته تسلیت وړاندی کوم ، باور لرم ، هیواد اوخلکوته دچوپړ (خدمت ) دلیاری رښتیني خدمتګاران
    دهغوی دارمانونو دسرته رسیدو په خا طر به سره یو ځای او په ټولنیز عدالت ولاړی ټولنی دجوړیدولپاره به متین
    ګامونه واخلي .

    منبع : پیام نهضت
    avatar
    admin
    Admin


    تعداد پستها : 7126
    Registration date : 2007-06-20

    د ملگرو په ياد Empty رد: د ملگرو په ياد

    پست  admin الأحد 7 ديسمبر 2008 - 7:40

    د ملگرو په ياد Dfiwec

      اكنون الإثنين 13 مايو 2024 - 18:31 ميباشد