پندار نو

هل تريد التفاعل مع هذه المساهمة؟ كل ما عليك هو إنشاء حساب جديد ببضع خطوات أو تسجيل الدخول للمتابعة.
پندار نو

سایت مستقل و غیر وابسته به احزاب و گروه های سیاسی


    به سرقت مطبوعاتي پايان دهيد

    avatar
    admin
    Admin

    تعداد پستها : 7126
    Registration date : 2007-06-20
    20100206

    به سرقت مطبوعاتي پايان دهيد Empty به سرقت مطبوعاتي پايان دهيد

    پست  admin

    پیکر از آبنای بیرنگ
    به سرقت مطبوعاتي پایان دهید!!!

    ازمدتی بدینسو تعدادی از افراد مقاله های سایتهای دیگر را ازنام خود در بعضی از سایتهای افغانی به نشر رسانیده اند که این عمل سرقت مطبوعاتی پنداشته میشود و نادرست است.
    نویسنده ها و ترجمان های ما با تقبل زحمت فراوان آنرا تهییه میکنند اما دیگران با ساده گی نام خود را در بالای آن قرار میدهند و به سایت افغان جرمن ارسال میکنند.
    همچنان بعد از افشای فحش نگاری کابل پرس بوسیله تارنمای پندار کابل پرس ارزش خود را از دست داده است و دیگر نه نویسنده دارد و نه خواننده وفقط مثل گذشته به سرقت مطبوعاتی ونشر دشنام دل خوش کرده است.
    این فاروم آزاد است. هروقت میتوانید سرقت ها را افشا کنید . همچنان تعداد بیشمار مقاله ها هر هفته در روزدوشنبه درسایت آریایی نشر میشوند و آریایی سایت مشهور است. کسانیکه برای کسب شهرت یک مقاله را به صد سایت روان میکنند باید به همان شهرتی که آریایی برایشان میدهد اکتفا کنند .گرداننده ها بانشر مقاله های تکراری و نشر شده در سایت آریایی خواننده ها را سرگردان میسازند و به جای خدمت به فرهنگ و جامعه فرهنگی مزاحمت واتلاف وقت میکنند.
    مثلا این مقاله در چند سایت ازنام رحمت الله روان به نشر رسیده است.این یک سرقت آشکار است.


    =============================

    نیویارک ټایمز ورځپاڼې پخپلې ننۍ ګڼې کې “د افغانستان د جګړې نه د شوروي اتحاد عبرتونه”تر عنوان لاندې د دغه اتحاد د پخواني جمهور رییس میخایل ګورباچوف یوه لیکل شوې مقاله خپره کړیده. د شوروي اتحاد پخوانی او وروستی جمهور رییس میخایل ګورباچوف پخپله مقاله کې لیکي چې په افغانستان کې ستونزه ورځ تر بلې زیاتیږي او لمنه یې پراخیږي. هره ورځ ماشومان، ښځې او نور سپین ږیرې او سپین سرې وژل کیږي. ګوربا چوف پخپله مقاله کې وایي چې دا ټول په عمومي شکل د ترویستانو او یا جګړه مارانو سره اړیکې نلري. د افغانستان حکومت په سیمه کې خپل کنترول له لاسه ورکوي، د 34 ولایتونو نه کابو لس دولس یې د طالبانو تر کنترول لاندې دي. د مخدره موادو تولید او قاچاق ورځ په ورځ مخ په زیاتیدو دی. ګورباچوف وایي چې د افغانستان د بې ثباتۍ خطر به ګاونډیو هیوادونو ته هم وغزیږي. ګورباچوف پخپله مقاله کې ویلي دي چې د یو د پاسه دوه زرم میلادي کال د سپټمبر د میاشتې د 11 مې پیښې نه وروسته د امریکا په مشرۍ د نظامي اقداماتو هدف د ترویزم د جرړو ختمول ؤ چې زما په اند اوس د دې احتمال شته دا کار به په یوه ستراتیژیکه ناکامۍ بدله شي. ګورباچوف وایي اوس دی ته اړتیا شته چې مونږ پدې باندې باید فکر وکړو چې دغه حالت څنګه بدل کاندو. هغه وایي چې افغانستان په اړه نړیواله غونډه د نړیوالې ټولنې د نوي لوری په لور لومړنی ګام دی. میخایل ګوربا چوف وړاندې وایي چې په کال 1979 میلادي کې د شوري اتحاد د هغه وخت مشرانو افغانستان ته خپلې قواوې واستولې چې هدف یې یوازې په دوست هیواد کې د امنیت ټینګښت نه بلکې د ګاونډیو هیوادونو امنیت ساتنه او ثبات هم ؤ. خو ګورباچوف وایي د شوروي د مشرانو تر ټولو ستره اشتباه او غلطي دا وه چې هغوي د افغانستان دمره پیچلی نظامي او جوړښت په سمه توګه نه ؤ پیژندلی. هغوي د افغانستان د بیابیلو قومونو او قبایلو څخه جوړ ولس نه ؤ پیژندلی او نه یې هم د افغانستان په عنعاتو پوره سر خلاص ؤ. میخال ګورباچوف وایي چې د همدغو اشتباهاتو له وجې هر څه زمونږ د هیلو او توقعاتو بر عکس وشول. یعنې د پخوا نه هم حالت پسې خراب شول. په افغانستان کې داسې یوه جګړه پیل شوه چې په زرګونه خلک پکې قرباني شول او تر ټولو بد عواقب یې زمونږ د هیواد لپاره لرل. لویدیځو هیوادونو هم په ځانګړي ډول د امریکا متحده ایالاتو سړې جګړې ته د لمن وهلو په خاطر د هر هغه چا سره یې مرسته کوله چې د شوري اتحاد پر ضد به ؤ او د خپلو دغو اقداماتو په عواقبو یې بیخي فکر نه کاوه. ګورباچوف وایي چې په 80 لسیزه کې د شوري اتحاد مشرانو د افغانستان د ستونزو د حل په اړه دوه مهمې پریکړې وکړې، لومړی دا چې د هغه هیواد نه به خپل عسکر وباسي او دوهمه دا چې د افغانستان په جګړه د ټولو ښکیلو ډلو او د ډاکټر نجیب الله د حکومت تر منځ باید روغه جوړه وشي او افغانستان داسې یو هیواد وي چې هیچا ته زیان ونه رسوي. میخایل ګوربا چوف وړاندې وایي د ډاکټر نجیب الله د ملي روغې جوړې د پروګرام د بریالیتوب په خاطر باید زمونږ انډیوالانو زمونږ سره مرسته کړې وی خو هغوی دا کار ونه کړ. هغه وایي چې حکومت جوړجاړي ته چمتو ؤ او د ملي روغې جوړې په لور یې زیات بریالیتوب هم درلود او تر نیمایي وړاندې هم تللي ؤ. خو پاکستان او ملګرو یې د روغې جوړې ټولې لارې بندې کړې او خنډونه یې پکې پیدا کړل. دغو هیوادونو یوازې یوه غوښتنه لرله او هغه دا چې د افغانستان باید د شوروي اتحاد پوځونه ووځي. او هغوي فکر کاوه چې پدې سره به واک د هغوي لاسته ورشي. ګورباچوف وایي چې په 90 مه لسیزه کې نړۍ افغانستان ته په بله سترګه کتل او په لسو کالونو کې د افغانستان حکومت د طالبانو لاسته ورغی او هیواد یې د اسلامي بنسټ پالنې او ترویزم مرکز وګرځاوه. هغه وایي چې د یو د پاسه دوه زرم میلادي کال د سپټمبر د میاشتې د 11 مې ترویستې پیښې په ځواب کې هم د لویدیځو هیوادونو مشرانو احساساتي او په بیړه پریکړې وکړې نو ځکه یې سمه نتیجه نه درلوده. وروسته تر دې چې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ طالبان له واک نه وغورځول شول، نو امریکا داسې فکر کاوه چې په نظامي اقداماتو لاسته راغلې کامیابۍ هر څه سم کړل او ټولې ستونزې حل شوې، خو داسې نه ؤ. امریکا پدې باور چې ګواکې د افغانستان ستونزه نوره پای ته رسیدلې، د عراق په مرګانۍ جګړې کې ورښکیله شوه، او په افغانستان کې یې هم یوه ظاهري دیموکراسې رامنځته کړه چې ساتنه یې د ناټو قواوو ته وسپارله. د نظامي اقداماتو پر مټ منځته راغلې سوله ورځ تر بلې د خرابیدو په حال کې وه، او خلک د نظامیانو په خلاف کیدل. ګورباچوف وایي چې په تیرو څو میاشتو کې زما نه په کراتو دا پوښتنه شویده چې د افغانستان د جګړې د حل لپاره د جمهور رییس اوباما حکومت ته څه مشوره ورکوۍ، هغه وایي چې ما تل دا ویلي دي چې افغانستان ستونزه یوازې د سیاسي لارو چارو له لارې او د افغانستان نه د بهرنیو عسکرو په راوتلو باندې حل کیدلی شي. ګورباچوف وایي چې د دې کار لپاره ملي روغې جوړې ته اړتیا ده. او اوس دا خبره د لندن په کنفرانس کې هم راپورته شوه او ټولې نړۍ ترینه ملاتړ وکړ. په غونډې کې ټولو پدې باندې ټینګار کاوه چې د نظامي لارې نه بلکې یوازې په سیاسې لارې کیدلی شي چې د افغانستان ستوزه حل شي. ګورباچوف وایي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي اوس د دې غوښتنه کړیده چې د افغانستان لپاره ستراتیژي باید په بشپړه توګه د نظامي نه په ملکي باندې بدله شه، هغه وایي دا د ډیر عار او شرم خبره ده چې دا کار ولې پخوا ونه شو. ګورباچوف وایي چې د افغانستان د ستونزې په حل کې او د ملي روغې جوړې په هڅو کې باید ایران، پاکستان او روسیې ته زیاته ونډه ورکړل شي او دغه هیوادونه باید پکې زیات دخیل وي.
    مُشاطرة هذه المقالة على: reddit

    لا يوجد حالياً أي تعليق

      مواضيع مماثلة

      -

      اكنون الإثنين 6 مايو 2024 - 20:32 ميباشد