پندار نو

هل تريد التفاعل مع هذه المساهمة؟ كل ما عليك هو إنشاء حساب جديد ببضع خطوات أو تسجيل الدخول للمتابعة.
پندار نو

سایت مستقل و غیر وابسته به احزاب و گروه های سیاسی


    زما د بريتونو کيسه

    avatar
    admin
    Admin

    تعداد پستها : 7126
    Registration date : 2007-06-20
    20130220

     زما د بريتونو کيسه Empty زما د بريتونو کيسه

    پست  admin

     زما د بريتونو کيسه Uouo10
    يادونه او بريتونه « زما د بريتونو کيسه»

    په پېښورکې د پسرلي د وږمو څپې ښه په زور کې وې، تودوخه ورځ په ورځ زياتېدله، اخوا د عربو کاروانونه وو چې را روان وو او هدف يې د جلال اباد فتحه وه.

    موږ ټول په دې باور وو چې جلال اباد په همدې اوو ورځو کې د مجاهدينو لاس ته ورلوېږي. د حوت 29 مه ده او 1367هه ل کال پاي ته په رسېدو وو، اوازې وې چې د جلال اباد له نيولو سره سم به شپاړس اسلامي هېوادونه او حتي امريکا هم د مجاهدينو موقت حکومت په رسميت و پېژني.

    په پېښور کې د مجاهدينو د ميډيا او اطلاعاتو ګروپ ښه مصروف وو، د بهرنيو ژورناليستانو بهير ډېر ګړندي را روان وو، مصاحبې وې، مرکې وې او تلويزيوني ويناوې وې، چې جهادي رهبرانو به کولې.

    هر يو د بري پر نيلي سپور وو. مولوي محمد نبي يوه عرب ژورناليست ته په مرکه کې وويل، کله چې له افغانستان څخه را مهاجر کېدلم، نو پاکستان ته مې دا لنډۍ ويله:

    پيزوان مې خړو اوبو در ووړ
    په غم شريکه ياره نيسه ګودرونه


    اوس چې له پاکستان څخه ځم، نو دا لنډۍ ورته وايم:

    سبا مې بيا د کډو وار دي
    پر سر به پلنډې چلوم پر زړه غمونه


    مولوي محمد يونس خالص چې ټوکمار او کلاسيک پښتون ملاوو، د ملا محمد نبي د لنډويو په ځواب کې وويل، چې ملا وروره، والله که دې يا کډه بار شي يا ګنډه وچلوې.

    د خالص تبصره ټکي په ټکي رښتيا شوه، ملا نبي په پېښور کې پاتې شو او د کابل هوا بده پرې لګيده.

    په پېښور کې خلک په اندېښنه کې وو چې پر جلال اباد به چور ګډ شي، ځکه د تورخم او لنډي کوتل ګنډې مارانو هم له ځانه سره رسۍ او ترنګړونه اخيستي وو، چې جلال اباد فتح کيږي.

    اخوا د پاکستان پوځ هم لړزېدلي وو او د جلال اباد فتحه يې د کشمير ګټل بلل. د پاکستان په سياسي صحنه کې د بوټو مخالفينو مسلم ليکيانو، جماعتيانو او د ضياء الحق ملاتړو شعار ورکاوه چې:

    تم ني بنګال ديا
    هم ني کابل ليا

    يعنې تاسو بنګال ورکړ،((وبايلود، موږ کابل واخيست يعنې کابل مو وګاټه)).

    پاکستاني ستراتيژيستانو په کابل کې د اوږدې مودې لپاره د وينو او اورونو لوبې ته نقشې او دسيسې جوړولې. افغاني هوښيار سياسي څارونکي په اندېښنه کې وو چې پاکستان د افغانستان کورنۍ جګړې ته لمن وهي، خو پاکستاني سياسيون بيا په دې عقيده وو چې د روسانو تر وتلو وروسته اوس افغانستان زموږ خپل مال دي.

    د پاکستان د پوځ کمانډو غونډ چې دوي ورته SSG ويل، ((د ځانګړو خدماتو چټک ګروپ)) لنډي کوتل او جمرود ته راکوچېدلي وو او تر نيمايي زيات يې د جلال اباد په فارمونو کې ځاي پرځاي وو.

    په همداسې يوه شپه چې د حوت 29 وه، زه له څو بهرنيو ژورناليستانو سره جلال اباد ته ولاړم، چې د فرانسې لوموند ورځپاڼې ته يې کار کاوه او د يوه نوم يې سب ايستن وو.

    مجاهدينو عربي داوطلبانو او د پاکستان د پوځ کمانډو ګانو په پرله پسې توګه پر جلال اباد سکر20، آر پي جي اوه او د دوه اتيا ملي ميتري توپونو ډزې کولې. پر دې سربېره نور عصري وسايل او جنګي ابزار هم وو چې د جلال اباد هوايي ډګر مرکز او ټوله سيمه يې لويشت لويشت په ګوليو ويشتله.

    څه سر دې ګرزوم محشر وو، قيامت وو، داسې قيامت چې زوي له موره بيزاره وو او مور له زويه.

    د جلال اباد په فارمونو کې يوه جهادي مشر اعلان وکړ، هر څوک چې د لسو تنو شهيدانو قرباني ورکړي، نو يوه عراده دوه سيټه ډاتسن به وګټي يعنې د لسو تنو افغان مجاهدينو د سر قيمت يو ډاتسن دي.

    سهار وو چې د افغان وطن غرور په ايشېدلو شو يعنې جوش يې وخوړ، بس شګې، څوځان مځکه، اسمان، تيرېږي او لوټې هر څه وښورېدل او لکه د غيبو چې لښکر راغلي وي، يو ځل د پاکستان د تهاجم پر ضد هر څه سره راپورته شول جګړه سخته شوه او د پاکستان د سپېشل سروسز ګروپ د کمانډو لښکر چې د مجاهدينو پکولونه يې پر سر وو داسې تارو مارشول لکه د اوړي په ګرم موسم کې چې د پاخه توت څانګه په لغته ووهې. ټولو د پر شاتګ منډه شروع کړه، ما او فرانسويانو هم رامنډه کړه.

    موږ د پهلوان سيد محمد له مجاهدينو سره تللي وو، خدازده زموږ ساتونکي وسله وال کوچيان پر کومه ولاړل؟ خو موږ تر لنډې منډې وروسته يوه پوسته وليدله چې درې واړه عسکر په کې وژل شوي وو.

    فرانسوي ژورناليست غوښتل چې د افغان عسکرو د جسدونو عکسونه واخلي. پوستې ته ورغلو، څه ګورو چې درې تنه بريتور ځوانان په وينو کې لږند پراته دي. يوه پر تندي ګولۍ خوړلې، بلې يې پر ټټر لګېدلي، دا بل يې تر ټټر لږ څه را لاندې لګيدلي وو. د يوه وينه د ريګ پر بورۍ را توې شوې وه، ددې بل وينه د پوستې په منځ کې سره غونډه شوې وه او د درېيم د وينې فواره د پوستې پر دروازه را بهېدلې وه.

    زما پر اوږو د ناستو ملايکو خبره ومنئ زما ګنانګار دا مه منئ، دومره ښکلا ما په ژوند نه وه ليدلې لکه په هغه ورځ چې ما د وينې ښکلا وليده. ته وا د جګدلک سره ياقوت دي، ته وا د کندهار د پخو انارو د دانو سوروالي دي، ته وا د ناورې د خپړې په نکريزو سور رنګ دي واه واه.واه واه دا د قربانۍ رنګ دي.

    د پوستې په منځ کې درې تنه بريتور ځوانان پراته دي او پس له مرګه د افغان فرهنګ په رسا ژبه د تاريخ له موزيک سره دا لنډۍ زمزمه کوي:

    زما پر قبر لاړې تف کړئ

    که مې د ننګ ګولۍ پر شا خوړلي وينه


    اخوا د جنوب په لور مغل تښتي او هلته د خيبر دره د خوشحال خټک دا شعر وايي:

    ننګيالي د ننګ لپاره په هرڅه لګوي اور

    سر په دار لک شوي ښه دي، نه لک شوي په پيغور


    زما تر سترګو پر پر اوښکې توئيدې، فرانسوي راته وويل، زړه دې خوږ شو؟ ما ورته وويل، نه! اوښکې نور نه تويوم غواړم د دغو بريتونو تقليد وکړم، د دوي د قربانۍ تصوير د افغان غرور، افغان شرف، افغان عزت او افغان ننګ له رنګ سره ګډ کړم او ابديت ورکړم. هاي زما کمزوريه قلمه، دا ستا د وس خبره نه ده، دا کار ستا کار نه دي!

    د پوستې د درو تنو بريتورو افغانانو تعهد د وطن د مور له پوړنې سره د رښتنولۍ امتحان ګټلي وو او تاريخ د يو بل ميوند ننداره کوله.

    د شا لخوا د افغانستان د اردو پياده عسکر پسې را ورسېدل او موږ د پيښور پر خوا روان شو. کله چې تر تورخم را واوښتم، نو په کارخانو مارکيټ کوز شوم. د مارکيټ د جنوب خواته د سلمان دوکان وو – ورغلم او د بريتونو فرمايش مې ورکړ. ما ويل بريتونه داسې راته جوړ کړه، په دې ډول چې څوکې يې قلم ور پرې کړه، هماغه د پوستې د عسکرو په شان هماغه د جلال اباد د مدافعينو په شان.

    سلمان راته وويل، ما خو هغه نه دي ليدلي، هغه په جرات راته وکتل، ويل يې، نو ږيره هم خرييې؟ ما وويل، هو.

    کله چې کورته را ورسېدم، ميرمن مې پر لمانځه ولاړه وه چې سلام يې وګرزاوه يو دم يې په محلي کندهارۍ لهجه په ريږدېدلي او له حيرت څخه په ډک اواز راته وويل، يوو يوو يوو، بابا صاحبه را ورسېږي، کلات بابا را ورسېږي، دارو نيکه راورسېږه، جمال نيکه راورسېږې. په يوه دقيقه کې يې د کندهار ټول وليان را وننګول او بيا يې وويل، دادې پرځان ځه لانت (لعنت) اېښي دي، دا دې پرځان څه ناټک اېښي دي.

    ما ورته وويل، پرون ږيره د افغانستان د دفاع د جنګياليو سمبول وه، له روس سره جنګېده، نن بريتونه د افغانستان د ساتنې سمبولونه دي او له مغلو سره جنګېږي.

    زما يو پېشنهاد دي، د حوت 30 مه د افغانستان په تاريخ کې د پنجابي يرغل پر ضد د افغانانو د بري ورځ ده، همدارنګه د دلوي 26 د افغانانو د بري ورځ ده چې روسان يې وشړل.

    ملي افتخارات که هر چا زېږولي وي، خو په افغانستان او د افغانستان په تاريخ پورې اړه لري، راځئ چې دغو افتخاراتو ته ملي رنګ ورکړو، نه جهادي او خلقي رنګونه. زموږ افتخارات، زموږ د راتلونکو نسلونو د وطنپالنې درسونه دي. له جلال اباد څخه دفاع د افغانستان د خاورې او عزت څخه دفاع ده، څوک شته چې دغه ورځ د افغانستان د ملي دفاع د ورځې په توګه د افغانستان د سياسي تقويم برخه وګرزوي؟

    هزار خُم مي مست نکند مي پرستان را
    چنانکه ذره ي خاک وطن پرستان را


    منبع: تاند
    مُشاطرة هذه المقالة على: reddit

    لا يوجد حالياً أي تعليق


      اكنون الخميس 28 مارس 2024 - 23:59 ميباشد